شنبه, مې 4, 2024
Homeخبرونهعطانور: پنجشېر ۶۰۰ جنرالان لرل، د سقوط د مخنیوي لپاره یې څه...

عطانور: پنجشېر ۶۰۰ جنرالان لرل، د سقوط د مخنیوي لپاره یې څه وکړل؟

تاند:( سې شنبه، د کب ۱۶) د جمیعت ډلې د یوې انشعابي برخې مشر عطامحمد نور په یوه تازه مرکه کې د جمهوري نظام پر پنجشېري چارواکو توندې نیوکې وکړې.

هغه امریکا غږ ټلویزون ته وویل، چې پنجشېر په جمهوري نظام کې تر ۶ سوو پورې جنرالان لرل، خو د نظام د دفاع لپاره یې څه ونه کړل.

هغه د پرزول شوي نظام د لومړي مرستیال، دفاع وزیر، د دفاع وزارت د مشهورو جنرالانو او چارواکو او په امنیتي سکتور کې د یو شمېر نورو مهمو پنجشېري چارواکو یادونه وکړه.

د نور په وینا، له دې سره هم پنجشېریان نور خلک د نظام په سقوط کې پړه بولي او د طالبانو خلاف د نه مقاومت له امله نیوکې ورباندې کوي.

عطا محمد نور زیاته کړه، چې له دوه – درېیو پنجشېري جنرالانو او چارواکو پرته اکثره نور یې اوس په بهرنیو هېوادونو کې هوسا ژوند کوي او د طالبانو خلاف یې غږ نه اوریدل کیږي.

د نور څرګندونې د یو شمېر خلکو له تاوده هرکلي سره مخ شوي، خو ځینو نورو خلکو بیرته د نظام په سقوط کې له خپلو ملامتیو او طالبانو سره د پاکستان او امریکا په اشاره د نور په پټو معاملو انکار غندلی.

د دوی په وینا، نور هم د نظام له ننګونکو او یاغي څېرو څخه و، چې هره ورځ یې د شخصي امتیازاتو لپاره نظام ننګوه، خو د طالبانو خلاف یې د ټولو ژمنو خلاف مقاومت ونه کړ او په واک کی یې ورسره د شراکت تمه لرله.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب