کار لوتاګال (Carlotta Gall) په نیویارک ټایمز کې د ډاکتر صیب غني له قوله لیکي” که د افغان حکومت د سولې خبرې له پاکستان او طالبانو سره بریالي نه شي، نو د ۲۰۱۶ کال تر پایه به افغان حکومت وجود ونلري. “له ډاکتر صیب غني په همدې لیکنه کې پوښتنه شوي چې حالات به څومره خراب شي؟ په ځواب کې ډاکتر غني ویلي چې د حالاتو خرابیده د سیمې د هیوادونو په مرسته پورې تړلي دي. بلخوا په همدې ورځ د ولسمشر ستر سلاکار، د اصلاحاتو او حکومتولۍ مخکښ مبارز، احمد ضیا مسعود خپلو ټوپکیانو ته ویلي چې وسلو ته لاس کړي، حالات خرابیږي، جګړې ته تیاری ونیسي.
د امریکا د استخباراتو ادارې مشر ( جیمز کلپر) د امریکا سنا ته تیره ورځ ویلي چې افغانستان په ۲۰۱۶ کې د سیاسي سقوط له خطر سره مخ دی. نوموړي ویلي چې افغانستان د سیاسي همغږۍ په تشې، د طالبانو له سخت ګواښ او د سرچینو د کمښت سره مخ دی. تیره ورځ د سنا ورته مجلس ته جنرال کمبل ( په افغانستان کې د ناټو د ځواکونو پخواني مشر) هم ویلي و چې افغان وسلوال ځواکونه په جګړه کې ځکه پاتې راغلي چې د مدیریت او رهبرۍ له تشې سره لاس او ګریوان دي.
پوښتنه دا ده چې دا هر څه ولي د ملي وحدت له داخله ترسره کیږي، د مدیرت کمزوري، د رهبرۍ تشه، د سیاسي ارادي نه شتون؟ ولي د ډاکتر صیب غني د لیږد د بریالي پروسې پایلې په ناکامۍ سره تمامیږي؟ ولي د حکومت د لوړ پوړو چارواکو په خوله د سقوط، سیاسي سقوط، نظامي سقوط او ماتي خبرې خورې دي؟ بهرنیان ولي دا سقوط په زغرده یادوي؟ ولي ډاکتر صیب غني ارګ نه شي مدیریت کولی؟ ولي د ارګ لوی او واړه په ډلبازیو کې دومره غرق دي چې بلقوه سقوط ورته بې مانا ښکاري؟ ولي د ارګ تر ټولو مخکښ چوکیدران، ټیکدران ، ماشومان د خپل شخصیت ساتتنه د غني د شخصیت په تخریب او انزوا کې ویني؟
دا هغه پوښتنې دې چې که په وخت ځواب نه شي، د ارګ میشتو په خبره هیواد به له لوی نه جبرانیدونکي بحران سره مخ شي.
د روان بحران مخینه له تیرو پنځلسو کلنو سره نښتي ګڼلی کیږي، خو د سیاسي ویش، کمزوری مدیریت، په حکومت کې ډلبازۍ او له ولس سره لريوالی د ملي وحدت په حکومت پورې تړلي ښکارندې دي. د جګړه مارانو شتون، اداري فساد، د مرستو کمښت او نا امني ورته په میراث پاتې دي. تر ټولو بده دا چې ویشلی حکومت دغني او عبدالله قبول شوی حکومتي چارچوب دی، چې دواړه په کې ښه راضی او خوشاله ښکاري.
که دا ومنو چې پنځوس فیصده حکومت د عبدالله په لاس ناکام دی، پنځوس فیصده یې د غني او ټیم پړه ده، که په ملي وحدت کې د مدیریت ستونزه وڅیړلی شي، پیل یې د غني له دفتر څخه را شروع کیږي. د ملي وحدت لومړې میرمن په رسنیو کې داسې څرګندوني کوي چې ته به وایې زوکړه یې په ریشخورو کې شوي، زده کړي پکتیکا کې کړي او دنده یې په تاشقرغان کې اجرا کړي وي. د ارګمیشتو کشرانو ناسته ولاړه د کابل په چلم خانو، ریسټورانټونو کې دومره زیاته ده چې فکر به کوي د استانبول په تقسیم څلور لارې کې اوسیږي، د ارګ سره د ولس اړیکه دومره ویشلي او ترینګلي ده چې سړی ورته حیرانه شي چې دا خلک په افغانستان حکومت کوي او که د بیربل پاچا د قوه قاف واکدارۍ ور په غاړه ده.
د افغانستان سیاسي سقوط په دوزره شپاړسم کې د ډاکتر صیب غني د مدیریت او لرلید پایله ګڼلی شو، ځکه که بهرنیان په هر څه کې ملامت کړو، عبدالله پړ وګڼو، سیمه او حالات ناسم وبلو، خو حکومت او فرمان خو بیا هم د غني چلیږي. تر اوسه مو کوم فرمان د امریکا د سفیر نه دی لیدلي، ډاکتر عبدالله د سیمې د یپلماسي ته اوږه نه ده ورکړي، او نه هم ولس تر اوسه غني پوښتلی چې ولي دومره بې مسولیه کابینه او ارګ چارو سره ګذاره کوي، مظلوم ولس لا هم د معجزو انتظار کوي چې کیدی شي د ارګ تعلیم یافت، مفکرین او پوهان یې د پاڼو په اړولو را اړولو رامنځته کړي.
بل لور ددې حکومت ګڼ وزیران او او لوړ پوړې چارواکي یې ورځ په سفارتونو کې د کورني او ځانته د ویزو د اخیستلو د پاره زیار باسي، تر څو پښې سپکې او ځان وژغوري.
زموږ لویه ستونزه د حکومت د بې کفایتي، بې پروایې، پردیپالنې او بلواکۍ څخه را پیل شوي، چې تمامیدلو ته یې اوس افغان مظلوم ولس هک حیران دی. د امریکا د سفارت او ګڼو نورو سفارتونو افغان لوړ پوړو چارواکو په شخصي ناستو کې داسې څرګندونې کړي چې د ارګ هر ځوان او پیغله ورته په شخصي پاسپورتونو د ویزو د لګولو فرمانونه راوړي، لویه غوښتنه د ارګ د چارواکو ځانته او کورنې ته د ویزو اخیستل ګڼلی کیږي، د حکومت په تیرو شپاړسو میاشتو کې هیڅ داسې کومه تګلاره ( اقتصادي، سیاسي، ټولنیزه) څوک نه شي په ګوته کولی چې هغه دې د افغان لانجې د حل د پاره کومه مناسبه د حل لار په ګوته کړي.
نن له بده مرغه، ارګ د جګړو، ښکنځلو، سپکو سپورو او ډلبازیو د پاللو مرکز جوړ شوی دی، د ولس ډیرو مهمو لومړیتوبونو ته په کمه کتلی کیږي، نن د ارګ ګڼې ډلې یو بل ته د کوهي کیندلو، سپکولو په لټه کې دي، ولس او نظام ترې پاتې دی، د نظام د سقوط تر ټولو ستر لامل چې د ارګ دوه سری جوړښت دی، نن د شخصي ګټو او ډلګټو ښکار شوی ښکاري. د سیاسي سقوط فلسفه د ارګ میشتو په بدخوی، بې کفایتي، ډلبازیو او له ولس او وطن سره په دښمنې کي نغښتي ده.
په هر صورت، حقه وینا ترخه، حقیقت را سپړل او د ستونزو په ګوته کول د حل نیمه برخه تشکیلوي، اوس چې اوبه له ورخه تیري دي، د ملي وحدت مشران ددې پر ځای چې له پاکستان سره وخت ضایعه کړي، نړیوالو ته د سوال لمن وغوړوي، له افغان ولسه دې مرسته وغواړي، د واک انتقال ته دې لاره هواره کړي، هغه که مخکې له وخته ټاکنې وي، که لویه جرګه وي، که د سولې بنسټیزې او اساسي حلار په ګوته کول وي.
یا ربه توفیق !