سه شنبه, اپریل 30, 2024
Homeکلتوریونلیکد کوټي له سیمیناره د حبواخندزاده ترمزاره

د کوټي له سیمیناره د حبواخندزاده ترمزاره

(بلوچستان او افغانستان ته د سفر یونلیک)

لیکوال: استاد محمدمعصوم هوتک

(۲۸)

خیر، دغه ورځ مو په وزارت کي ترماځیگره تېره کړه اوماښام زه خپل استوگنځي ته ولاړم اوروهیال خپل کورته.دشپې رحماني صاحب هم راغی اویوگړی ئې پخپله کلاسیکه موسیقي ونازولو. حاجي ډاکټر حکمت هم راغلی وو او په دغه شپه ئې درخصتېدو پر وخت ماته د سوغات په توگه لونگۍ راکړه اورحماني صاحب ته زرغونه چپنه . رحماني صاحب ته په دغوشپوکي داطلاعات وکلتور وزارت له خوا داستادۍ لقب په رسمي مراسموکي ورکول سوی وو.

داکتوبرپر نونسمه سهارمي په پل باغ عمومي کي دکتاب پلورونکو په راسته کي له ډاکټرطارق رشادسره وعده کړې وه. زه وختي ور ورسېدم اویوگړی مي دکتابوپه کتلو تېرکړ. په دغه وخت کي دی هم له خپل خوریي سره په موټرکي راورسېد. مصلحت مو پردې سو چي د علومواکاډیمۍ ته دښاغلي حبیب الله رفیع لیدوته ورسو. دترافیکو په ازدحام کي په ښه پوره ځنډ داکاډیمۍ هغي ودانۍ ته ورغلوچي دوزیر اکبرخان مېني په سرکي واقع ده. هورې راته وویل سوه چي درفیع صاحب دفترداکاډیمۍ په نوې ودانۍ کي دنوي ښاردتیلوټانک پر مخامخ دئ. ترڅه ځنډ وروسته هماغي ودانۍته ورسېدو او سیده د رفیع صاحب دفترته وروختلو. رفیع صاحب په کارمصروف وو، چي موږئې ولیدو، له ځایه راولاړسو او دمیني روغبړئې راسره وکړ. له رفیع صاحب سره مودبېلابېلوفرهنگي مسئلوپه اړه ښه اوږدبانډار وکړ. دکوټي دسیمینارخاطرې موسره نوي کړې اوزموږ دواړو په نظر دکوټي سیمیناریوبېساري بریالی سیمینار وو چي چاته ئې دشهید داودخان دوختوسیمینارونه وریادول. رفیع صاحب دخبروپه جریان کي د” تلوسې” مجلې په یوه گڼه کي دخپلي خپرې سوي مقالې یوه برخه راته ولوستله. دابرخه دیوه نوي موندل سوي شعرپه باب وه چي دچلم په ذم کي ویل سوی وو. دشعرشاعرملابابړنومېد او ده ئې زمانه درې سوه کاله پخوابللې وه. په شعرکي د”بالا” لغت مادکندهارۍ لهجې له استعمال سره سم واورېد اوداسي راته وایسېده چي داشاعرخوبه نه گانه ملابابړمُدرّس نه وو؟. داخبره مي له رفیع صاحب شریکه هم کړه، خو ده دغه شاعردملابابړدژوندترزمانې مخکي وباله. ماخوله ده سره سمدستي ومنله، خوپه زړه کي مي له ځانه سره وپتېیله چي یووخت به هرومروددغه شعرژبه ترڅېړني لاندي نیسم.

په دغه ودانۍ کي درفیع کتابتون په نامه یوه خونه هم وه چي رفیع صاحب خپل ټول شخصي کتابونه او دمجلواواخباروکلسیونونه ورته رانقل کړي ول. زموږ وخت لږ وو اودکتابتون دکتلوموقع موونه موندله. دبانډارپه پای کي رفیع صاحب دملي رادیوتلوېزیون له مشر ښاغلي انځورصاحب سره تیلفوني خبري وکړې او ورته وېویل چي هوتک دي لیدوته دتلوېزیون دفترته درروان دئ.رفیع صاحب په رنځوربدن تر ودانۍ راسره راوووت او دباندي مو خدای په اماني وکړه. تر دې وروسته درادیوتلویزیون ودانۍ ته ورغلو. دکابل ښار دولتي اداروته ورتگ خوچاته دزړه خوږ وراچوي. تلاښۍ دي، د کانگریټو دېوالونه وهل سوي دي، داوسپني میلې پرسړکانودرول سوي دي، خوشي یو دسرت سوهان دئ چي څوک دغو ودانیوته پر ورتگ پښېمانه سي. پلی سړی لایوڅه هوسا وي، خوکه موټرله چاسره وو، بیانوپه رشتیاسره داوږوبارسي. په هرصورت دتلوېزیون ودانۍ ته مو ډېرتکلیف ونه لید. لکه چي انځورصاحب تلاښي والاوو ته خبر ورکړی وو چي مېلمانه ئې ورته راروان دي. دفترچي ورغلو، انځور صاحب په غونډه کي وو. غونډه ئې په کم بل اطاق کي وه. موږئې دده په دفترکي کښېنولو. چای ئې راته کښېښوولې اونورمونوخپل ترخپله بانډار شروکړ. یوآن وروسته انځورصاحب له غونډي راخلاص سو، د ځنډ له امله ئې ترروغبړ وروسته بخښنه وغوښتله. دلته موهم دغرمې د ډوډۍ ترمهاله ښه خوږ مجلس وکړ. انځور دغرمې ډوډۍ انتظام کړی وو او ډوډۍ مو هورې ورسره وخوړله. د ډوډۍ په منځ کي دجهاني صاحب دزوی اجمل جان تیلفون راغی او راته وېویل چي پلارئې په کورکي دئ. زه ډېروارخطاسوم ماول خدای مه کړه په دفترکي څه ناروغي ماروغي ورته پېښه سوې ده، که څه بله خبره ؟چي داسي بې وخته کورته راغلی دئ. زماددې یونلیک محترم لوستونکي خوخبر دي چي محترم جهاني صاحب په تن روغ نه دئ. له څوکالوراهیسي جِدّي ناروغه دئ اوزمااندېښنه هم له همدې اسیته وه. له انځورصاحب څخه مي سملاسي رخصت واخیست اوله ډاکټرطارق سره یوځای کور ته ورغلو. کورته چي راغلو، جهاني صاحب پخپله خونه کي استراحت وو. له اجمل جان څخه مي دخیریت پوښتنه وکړه، ول څه خبره نه ده، یو څه کسالت ئې درلود او بیده سو.ماانځورصاحب ته ویلي ول چي دده له دفترڅخه به دمحترم بختاني صاحب کتو ته ورځم، خودجهاني صاحب ناڅاپه تیلفون مي هرڅه راگډوډ کړل او دبختاني صاحب دکتو موقع مي په داسباهم ونه موندله چي له دې بابته ځان سخت مُقصِّر راته ښکاري. جهاني صاحب ښه اوږدگړی وروسته راویښ سو. دشپې له خواامین باوري، ډاکټرحکمت اوعبدالنافع همت هم راغلل. بانډارمو تود سو اوپه مطبوعاتوکي موپر مروجه پښتو چي دمعیارپه نامه پر موږ خوارانو ټپل سوې ده،ښه اوږدبحث وکړ. ښاغلی عبدالنافع همت ځوان لیکوال دئ اوطنزیه لیکنوئې تریوې اندازې مقبولیت پیداکړی دئ. ده دپښتولیکدودپر دااوسني معیارباندي څه پوښتني درلودې. مادهغوپه باب دخبروپه ترڅ کي پردې ټکي ټینگاروکړ چي په رسنیو او دنصاب په کتابوکي له دې مروجي پښتوسره په ځینوبرخوکي نه موافقت بایدهيڅکله دپښتولهجوترمنځ دتصادم په معناتعبیرنه سي. دپښتنوپه ژوندکي داسي برخه هډو نسته چي پرهغې دي بشپړتوافق موجود وي.دغه مخالفت به هغه وخت دحیرانتیاوړ وای چي که پښتانه ددین اودنیاپه نورو لاروچارو کي دوه پریوه لارسره روان وای ،هله به نوچاویلي وای چي دژبي اولیکدوددمعیارپه برخه کي ولي توافق نه لري؟ اوس چي بې اتفاقي اوپریوه لار نه سره تلل دپښتانه په خټه اخښل سوی حقیقت دئ نو دتعجب وړ نه ده چي پر لیکدود باندي هم توافق ته رسېدل ورته تردې اندازې سخت دي چي دباړه گلۍ پر موافقه باندي لاسلیک کوونکي لیکوال لاهم دغي غونډي فیصلې په عمل کي نه مراعاتوي.زه دخپل نصیب په حکم دا شل پنځه ویشت کاله له دغي مروجي معیاري پښتوڅخه په چیغوژاړم. کتابونه مي ولیکل، دخلکوبدۍ مي پرسرواخیستلې، نفرتونه مي دځان پر وړاندي وزېږول خو له خپلي خبري مي لاس نه دئ اخیستی. اوس دې نتیجې ته رسېدلی یم چي ما خوخپلي اندېښنې دکتاب، مقالې او ویناوو په بڼه خپرې کړي دي او که مي وس وو، نوربه هم پټه خوله نه کښېنم. منگر زه خونه کومه ملاتړلې ډله لرم، نه دولتي زور ومنصب لرم، نه داسي قوم وگدۍ لرم چي ملادي په وتړم. نوله نه وسه به خدای ته دوعاکوم چي گوندي ددې خلکو سد یووخت په دې خبره خلاص سي چي دژبي اولیکدود د معیاري کولو کوڅې ته دااوسنۍ لار چي راښوول کېږي، وتلې نه ده او موږ بې لاري روان یو. خوپرڅنگ ئې داخبره هم دیادولوده چي زماهڅي هسي بې اغېزې هم نه وې. ماکه له یوې خوادژبي پردې اوسني حالت انتقادونه کول، پرڅنگ مې دخپلي کندهارۍلهجې ویونکوته هم چیغي وهلې چي آ کورډاگو! پوهنځی، ښوونځی، پخلنځی مذکر کلمات دي، ولي ئې مونث وایاست اولیکئ یې؟ د(پلوشه راغله) پر ځای ولي (پلوشه راغلل) وایاست اولیکئ یې؟[1] دغه راز به مي د ختیځي لهجې پر ویونکو هم ږغ کاوه چي تاسي هم (په آس سپور) مه لیکئ او(پرآس سپور) ولیکئ. (دوه کتابچې) مه لیکئ، (دوې کتابچې) ولیکئ. (دا زماورور ده) مه لیکئ، (دازما ورور دئ) ولیکئ. داخبري خوموپرکاغذ منلي دي، په عمل کي ئې تطبیق کاندئ. زمادغوچیغودډېرو کندهاریوځوانانولیکني ورسمي کړي دي. نور نو پاته سوه دسین او شین پیکړه! دې ته هم اوس زموږپوهان او لیکوال په هغه شکل نه گوري چي څو کاله پخوائې ورته کتله. څوکاله پخوا خو به د( سو، سي، سم، ږغ) لیکل کفر بلل کېده. درادیو نطاقان به له وظیفې څخه په همدې جرم! شړل کېدل. خو له نېکه مرغه اوس له نړۍ والو راډیوگانواو ویبپاڼوڅخه داکلمات د(سین اوشین)په دواړو بڼو خپرېږي.هغه بل
ه ورځ ښاغلي رفیع صاحب دکوټي په سیمینارکي دوینا په ترڅ کي وویل چي د(سو، سي، سم، ږغ) کلمات پروانه لري چي په همدې بڼه ولیکل سي، نوري گرامري تېروتني بایدسمي کړه سي. د (پلوشه راغلل) مثال ئې هم راووړ چي رشتیاهم څرگنده غلطي ده. پلوشه مفرده مونثه کلمه ده او(راغلل) دجمع فعل دئ. زه هیله من یم چي په افغانستان کي اکاډمیک بنسټونه ددې توان او ظرفیت پیدا کاندي چي دغو ټولو اندېښنو ته قاطع او اصولي لاره ومومي اود معیارټېکه داري له افرادو او اشخاصوله قبضې څخه وژغوري.

[1] کاناډاته ترراتگ وروسته مي یوه ورځ له ښاغلي عارف خزان سره په تیلفون کي د پښتو پر روان لیکدودخبري کولې اوده همدې ته ورته مثال راووړ او زمانظرئې وپوښت. په جواب کي مي ورته وویل چي ” زرمینه راغلل” که په هره لهجه کي دود وي، مطلق غلط دئ او هیڅ رازژبني منطق نسي ورته جوړېدلای.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب