جمعه, مې 3, 2024
Homeداسې هم شتهساینسد افغان معلوماتي ټکنالوجۍ صنعتکاران د باکو په نندارتون کې

د افغان معلوماتي ټکنالوجۍ صنعتکاران د باکو په نندارتون کې

د مخابراتو وزارت

د باکو، اذربایجان په نولسم معلوماتي ټیکنالوجي نړیوال کانفرانس او نندارتون کې د افغان صنعت کارانو په لومړې ځل برخه واخیسته. په دې نړیوال نندارتون کې ۲۷ هیوادونو ګډون کړی چې ۳۰۰ نړیوالې او سیمیزو صنعتې کمپنیو په کې برخه اخیستي ده.

دا نندارتون د باکو ښار، د باکو ایکسپو په ښکلي حال کې د ډسمبر په دویم پیل شوی چې پنځه ورځې به دوام کوي. له افغانستان څخه نهو صنعتي کمپنیو په کې برخه اخیستي چې ټولې د معلوماتې ټکنالوجي (IT) په برخه کې د کمپیوتر جوړولو، پروګرامینګ او دارنګه د انټرنیتې خدماتو د وړاندې کولو په برخه کې فعالیت لري.

1د افغانستان د صنعت په تاریخ کې دا لومړی ځل دی چې افغان صنعتکاران په یو نړیوال کانفرانس او نندارتون کې د افغانستان په استازیتوب برخه اخلي. د افغان صنعتکارانو تر څنګ په دې کانفرانس او نندارتون کې د مخابراتو وزیر انجیر صیب امیرزي سنګین، د افغانستان د پانګوني د ملاتړ د ادارې ( ایسا) مشر وفي الله افتخار هم براخه واخیسته. د افغان صنعتکارانو تولیدات او لاسته راوړنې په دې کانفرانس او نندارتون کې ډیرې وستایل شوي او ډیرو سیمیزو او نړیوالو سوداګرو ورسره د  ګډ کار وړاندیزونه وکړل چې په افغانستان کې به ددې ځوان سکتور د پراخیدا او پرمختګ سره ستره مرسته وکړي.

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت په دا وروستیو کې د معلوماتي ټکنالوجۍ په برخه کې د نویو پرمختګونو او افغان سوداګر دپانګونې د هڅونې دپاره خپلې هلې ځلې پیل کړي چې په کابل کې یې د میزان په دویمه ورته یو نړیوال کانفرانس او نندارتون هم جوړ کړی و، تر څو افغان سوداګر وهڅول شي چې په دې ځوان سکتور کې پانګونه وکړي او د افغانستان ودې او پرمختګ ته لاره هواره شي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب