پنجشنبه, مې 2, 2024
Homeداسې هم شتهتازه څېړنه: د جنوبي کوریا خلک تر ټولو زیات عمر کوي

تازه څېړنه: د جنوبي کوریا خلک تر ټولو زیات عمر کوي

تاند- له وروستیو څېړنو داسي ښکاري چې په جنوبي کوریا کې د عمر اوسط ۹۰ کلونو ته رسېدلی چې د نړۍ تر ټولو هیوادونو د عمر لوړ اوسط دی.

د لندن امپریال کالج او نړیوالې روغتیا ادارې دا نتیجه وروسته له دې واخیسته چې په ګډه یې د نړۍ د ۳۵ پرمختللیو صنعتی هیوادونو د عمر د اوسط په اړه څېړنه بشپړه کړه.

په دې څېړنه کې د پاملرنې بل ټکی دا دی چې په ټولو پرمختللیو هیوادونو کې تر ۲۰۳۰ کال پوري د عمر اوسط زیاتېږي او په ډېرو هیوادونو کې د ښځو اونارینه وو د عمر ترمنځ واټن کمېږي.

حاضردمه تقریباً په ټولو هیوادونو کې د ښځو عمر په نسبي ډول زیات دی.

د عمر د اوسط د ډېرېدو له کبله د تقاعد عمر په ډېرو هیوادونو کې لوړ شوی دی.

ښه خواړه، سپورت، روغتیايي اسانتیاوې او د روغتیايي معلوماتو زیاتوالی په ځانګړي ډول د عمر له زیاتېدو سره مرسته کوي.

په یو شمېر پرمختللیو هیوادونو کې چاغښت او ورسره غبرګ د وینې لوړ فشار چې په نتیجه کې یې د زړه ناروغۍ رامنځته کوي، د عمر د اوسط له کمېدو سره مرسته کړې ده.

په دې څېړنه کې د پرمختللیو صنعتي هیوادونو په منخ کې د امریکا وضعیت خراب ښودل شوی او ویل شوي چې تر ۲۰۳۰ پوري به په امریکا کې د عمر اوسط د ۸۰ تر ۸۳ کلونو ترمنځ وي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب