شنبه, اپریل 27, 2024
Homeادبلنډه کیسهحساب کتاب || اجمل پسرلی

حساب کتاب || اجمل پسرلی

سپین سارې (مونیکا) د پراګ په زاړه ښار کې د یوې زړې کلیسا ترڅنګ په پخوانیو خونو کې وړکتون جوړ کړی.

د کلیسا مخې ته په وړوکی پارک کې هرسهار د لسو بجو خواته دې ماشومان لیکه درولي وي او د لوبو ځای ته یې بیایي. کله چې لمر وي نو په دې پارک کې ګڼ کسان پر چوکیو پیتاوي ته ناست وي. زه چې کله په لمرینه ورځ وزګار شوی یم نو هڅه مې کړې ده چې داسې ځای پیتاوی وکړم چې کوچنیان هم راښکاره شي. په رنګارنګ جامو کې دا ماشومان د پارک په یوه اړخ کې او د پارک په بل سر کې سره او زیړ ګلونه سره ښه ښکارې، کله یوه لور ته، کله بل ته مزغی کوږ کړم.

د اوړي په ورځو کې چې پراګ لږ ډیر لمر لري مونیکا ترې تم شوه. بیا چې کله د مني په یوې سړې ورځ وریځې سره غوټه غوټه شوې او دلته هلته د لمر سترګه راښکاره شوه، دې پارک ته مې سر ورښکاره کړ او مونیکا مې ولیده. ماشومان ورسره نه و ما سلام ورکړ او زړو ته چې په اروپا کې سلام وکړې بیا یې له خبرو نه خلاصیږې. دا په یوه ساه راته وګړیده، د کوچینانو د روزنې په اړه یې راته خبرې پیل کړې. چې یو غږیږي ته هم اړکیږي چې څه ورته ووایي، نو ومې پوښتله چې ډیر وخت نه وې چیرته وې؟

– استرالیا ته تللې وم.

–  استرالیا لرې ده ټکټ یې په دې وخت کې ګرانه نه وي

– زما له حساب سره سم و

– څرنګه؟

– ما له ځان سره حساب کړی چې ژوند مې ښایي  څومره نور دوام وکړي په هغه حساب مې خپله شتمني ویشلې ده که د کال یولک چک کراونه پیسې په چکر ولګوم نو لس کاله نور چکر وهلی شم په دې لس کلونو کې بیا د پنځو کلونو لپاره پیسې سپمولی شم نو که ژوند و پنځلس کاله به ژوندۍ یم له هغه وروسته چې بیا په اتیاو کې پښه ږدم نو له ژونده خوند هم نه شم اخیستلی چکر څه کوم.

ما ورته وویل، په تیر عمر انسان ممکن محتاجه شي، پیسې یې ښایي د دوا درملو لپاره پکار شي

– د هغه وخت لپاره یو وړوکی د یوې کوټې اپارتمان لرم که داسې شو هغه به خرڅ کړم بیا نو تر یو سل او دولس کلونو پورې ژوند راته یو مخ اسانه دی او چا دومره عمر کړی

– د اولادونو لپاره څه زیرمه پکار نه ده

– په هغوی مې تعلیم کړی نو تر ما خو د دوی د ژوند شرایط ښه دي دوی د کال تر دوه لکه کراونه ډیر د چکر لپاره سپمولی شي.

وریځې بیا پر پراګ راښکته شوې مونیکا پاڅیده او زه ورو ورو د خپلې کوټې لورته چې له دې پارکه یو پنځه دقیقې پلې لاره لرې روان شوم.

1 COMMENT

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب