شنبه, مې 18, 2024
Homeخبرونهانتوني بلینکین او خلیلزاد، د افغانستان پر وضیعت غږیدلي

انتوني بلینکین او خلیلزاد، د افغانستان پر وضیعت غږیدلي

تاند ( جمعه، د دلوې ۱۷) د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکین د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد سره لیدلي او د افغانستان پر روان وضیعت او سوله یې خبرې کړي دي.

انتوني بلینکین په دې اړه پر خپل ټوېټر لیکلي، د افغان سولې لپاره یې د امریکا له ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد سره لیدلي او د افغانستان د روانو حالاتو په اړه ورسره غږیدلی دی.

هغه لیکلي: «خليلزاد سره مې ليدنه عالي وه, مونږ په افغانستان کې د روان وضیعت او د دې هېواد د پرمختګ سربېره؛ د ترهګرۍ له ګواښه د امريکا د خونديتوب د هڅو پر دوام, هلته د يو عادلانه او تلپاتې سياسي جوړجاړي په اړه خبرې وکړې.»

دا په داسې حال کې ده چې دې وروستیو کې له افغانستانه د امریکايي ځواکونو پر وتلو خبرې روانې دي او د دې سربېره دې هېواد کې د موقت حکومت بحثونه راپورته شوي دي.

ورته مهال امریکا کې د افغانستان د وضعیت ارزولو یوې ډلې چې د کانګرس له خوا ټاکل شوې نوې ادارې ته سپارښتنه کړې ده چې د سولې له روانو هڅو د منلو وړ پایلې د تر لاسه کولو په موخه پکار ده چې تر راتلونکې می میاشتې امریکايي ځواکونه له افغانستان ونه ایستل شي.

کانګرس ته وړاندې شوی رپوټ کې ویل شوي، په اوسني حالت کې له افغانستان د ټولو امریکايي ځواکونو وتل، د کورنۍ جګړې، سیمه ییزې بې ثباتۍ او د القاعده له اړخه د پېښ ګواښ د بیا پیاوړي کېدو لامل ګرځي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب