یکشنبه, مې 19, 2024
Homeخبرونهاروپايي ټولنه: ښکیل لوري دې د ملکي مرګ ژوبلې د مخنیوي لپاره...

اروپايي ټولنه: ښکیل لوري دې د ملکي مرګ ژوبلې د مخنیوي لپاره اوربند وکړي

تاند ( جمعه، د دلوې ۱۷) اروپايي ټولنې په افغانستان کې له ښکیلو غاړو غوښتي، څو د ملکي وګړو د مرګ ژوبلې د مخنیوي په موخه جکړه بس او اوربند وکړي.

د اروپايي ټولنې د بشري مرستو او ناورین مدیریت مسوول جینز لنارشیچ ویلي، په افغانستان کې د جګړو ډېره برخه قرباني ملکي وګړي دي او ښکیل لوري یې باید د مخنیوي په موخه اوربند ته غاړه کیږدي.

دغې اتحادیې د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، د افغانستان نیم وګړي بشري مرستو ته اړتیا لري خو د جګړو له کبله دا مرستې ځنډيدلي او دوی نشي کولی اړمنو ته په وخت مرستې ورسوي.

خبرپاڼه کې د لنارشیچ له قوله ویل شوي:«په افغانستان کې د جګړې لګښت ډېر دی او دا ملکي وګړو ته ترټولو زیات زیان اړوي. نن ورځ زما پیغام ډیر څرګند دی. د نړیوالو بشرپاله حقوقو له مخې باید د ملکي کسان ملاتړ ته ټول درناوی وکړي.»

نوموړي ټینګار کړی چې اروپايي ټولنې تېرو دوو کلونو کې د افغانستان لپاره ۱۰۰ میلیونه یورو ځانګړې کړې دي او روان زیږدیز کال کې به ۳۲ میلیونه یورو دغه هېواد ته ورکړي.

خبرپاڼه کاږي، اروپايي ټولنه په افغانستان کې د تاوتریخوالي د زیاتیدو په اړه اندیښنه لري.

دا په داسې حال کې ده چې د بشري حقونو خپلواک کمیسیون په خپل وروستي راپور کې ویلي چې تېر میلادي کال په افغانستان کې له دوه زرو ډېرو کسانو د تاوتریخوالي او جګړو په ترڅ کې ژوند بایللی او له ۵ زرو ډېر ټپیان شوي دي.

په ورته وخت کې د سره صلیب نړیوالې کمېټې هم په خپل وروستي راپور کې افغانستان د ملکي وګړو لپاره یو له تر ټولو خونړی هېواد یاد کړی دی.

د سره صلیب نړیوالې کمېټې ویلي، ددوی معلومات ښيي چې د دغه هېواد نیمایي نفوس او ملکي وګړي په داسې سیمو کې ژوند کوي چې د جګړو او نښتو تر مستقیم اغېز لاندې دي.

دا څرګندونې داسې مهال کېږي چې عام افغانان، نړیواله ټولنه او ملګري ملتونه په افغانستان کې له ښکېلو لورو د تاوتریخوالي د کمولو غوښتنه کوي، خو د سولې له خبرو سره هم مهاله جګړې لا هم په شدت روانې دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب