پنجشنبه, مې 2, 2024
Homeداسې هم شتهداسې الوتکه چې د ځانګړنو له امله ۵ سوه ميليون ډالر ارزښت...

داسې الوتکه چې د ځانګړنو له امله ۵ سوه ميليون ډالر ارزښت لري

 تاند ( جمعه، د دلوې ۱۷) ايا په نړۍ کې د ځانګړو الوتکو په اړه مالومات لرۍ؟ که يې نه لرۍ نو په دې مطلب کې کې مو د يوې داسې الوتکې په اړه مالومات درته راټول کړي چې خورا جالب دي.

د روسیې ولسمشر ولاديمیر پوتین ځانګړې الوتکه IL-96-300PU jet نومېږي چې له عادي الوتکو سره خورا توپير لري.

 د دې الوتکې توپير له نورو سره په دې کې دی چې ډېر صور لري او دننه برخه يې په ښکلي نيو کلاسيک ډيزاين جوړ شوې ده.

د دې الوتکې په داخل کې پر کنفرانس خونې، د خوب اتاقونو، پخلنځي، د ټلوېزيون کتلو خونې، د ورزش سالون، دفتر او حمامونو سربېره نورې ډېرې اسانتیاوې هم موجودې دي.

مهمه او جالبه په کې دا ده چې ډېرو لوښو ته یې د سروزرو اوبه ورکړل شوي دي او يا خپله له سرو زرو جوړ شوي دي.

ان د لاس وینځونکي ډېره برخه يې هم له سرو زرو جوړه شوې ده.

د روسېې ولسمشر په دغه الوتکه کې د اړيکو او حفاظت پرمختللي سيستمونه نصب شوي چې په عادي او بېړنيو حالاتو کې ترې استفاده کېدای شي.

 د دې ټولو اسانتياوو په لرلو سره د روسيې ولسمشر پوتین دا ځانګړې الوتکه ۵۰۰ ميليونه ډالر ارزښت لري.

دې الوتکې د یو پرواز په ترڅ کې څو میاشتې وړاندې ولاديمير پوتين د امريکا له ولسمشر ډونالډ ټرمپ سره د ليدنې په موخه د فنلېنډ پلازمېنې هېلسنګي په هوايي ډګر کې ښکته کړ

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب