سه شنبه, مې 21, 2024
Homeسپورتګوجرات او راجستان د هند د غوره لیګ په پایلوبه کې مخامخ...

ګوجرات او راجستان د هند د غوره لیګ په پایلوبه کې مخامخ دي

تاند- د هند د کرکټ د غوره لیګ په پایلوبه کې نن د ګوجرات د ټیټانس او د راجستان د رایلز لوبډلې له یو بل سره مخامخ کېږي.

د هند د کرکټ غوره لیګ د نړۍ په سپورتي سیالیو کې یو له ډېرو لیدل کېدونکو لیګونو څخه دی.

په دې سیالیو کې پنځه افغان لوبغاړو ګډون درلود خو یوازې راشدخان ته په ټولو سیالیو کې د لوبېدو چانس ورکړل شو.

راشدخان، چې د ګوجرات ټیتانس لپاره لوبېږي، په دې تورنمنټ کې تر ټولو اقتصادي باولر یعني هغه توپ اچونکی چې لږ منډې ورکوي، ګڼل شوی او له همدې کبله د کرکټ په اکثرو ویبپاڼو کې په لومړي مخ د راشدخان عکس خپور شوی دی.

دا سیالي له دې شیبې کابو دوه نیم ساعته وروسته په حیدراباد کې پیلېږي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب