سه شنبه, اکتوبر 1, 2024
Homeخبرونهټام ويسټ د مقاومت عالي شورا استازو سره لیدلي

ټام ويسټ د مقاومت عالي شورا استازو سره لیدلي

تاند(یکشنبه، د جوزا ۸ مه) د افغانستان د سولې د نیمګړي بهیر د بشپړولو لپاره د امريکا متحده ايالاتو ځانګړي استازي ټام ويسټ د ترکیې په پلازمېنه استانبول کې د طالبانو پر ضد د افغانستان د ژغورنې لپاره د مقاومت د عالي شورا له استازو سره لیدلي دي.

د حاجي محمد محقق په مشرۍ د افغانستان د خلکو د اسلامي ګوند مرستيال محمد ناطقي ويلي، چې په دې لیدنه کې د افغانستان د ښځو او مدني ټولنې یو شمېر فعالانو هم برخه لرله.

ناطقي ويلي، چې ټام ويسټ سره په دغه لیدنه کې د یوې ټول شموله ادارې د جوړولو په اړه له توافق څخه مخکې د افغانستان د لاسته راوړنو او خلکو د اساسي حقونو په اړه پر مذاکراتو او سياسي توافق ټینګار شوی دی.

د امریکا ځانګړي استازي په دې اړه څه نه دي ويلي.

تازه د امریکا د بهرنیو چارو وزارت يوه مرستيال قزاقستان ته د سفر پر مهال ويلي، چې هېواد ېې د طالبانو د حکومت پر ضد د وسله وال مقاومت ملاتړ نه کوي.

طالبانو د دوی مخالفانو سره د امریکايي استازي لیدنې ته کوم غبرګون نه دی ښودلی.

دا لومړی ځل دی، چې د امريکا استازی د طالبانو له واکمنیدو وروسته د دوی د مخالفینو له استازو سره ویني او لیدنه یې رسنیزه کیږي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب