Homeخبرونهقطر: د افراطيت د پرمختګ د مخنيوي لپاره دې لویدیز ط- انو...

قطر: د افراطيت د پرمختګ د مخنيوي لپاره دې لویدیز ط- انو سره ډېر تعامل وکړي

تاند(یکشنبه، د جوزا ۸ مه) د قطر د قطر د بهرنیو چارو وزیر محمدبن عبدالرحمان آل ثاني په افغانستان کې د افراطيت د پرمختګ د مخنيوي لپاره د طالبانو حکومت سره د تعامل زیاتیدو غوښتنه کړې ده.

فایننشال ټایمز ورځپاڼې لیکلي، چې هغه له طالبانو سره د لویدیځ د تعامل زیاتیدو غوښتنه کړې ده.

د دغې بریتانوۍ ورځپاڼې په راپور کې د قطر له قوله ويل شوي:« موږ به د افراطيت او اقتصادي ناورين شاهدان واوسوو، دا وضعيت به نور هم خلک د راډيکاليزم او ډېرو نښتو پر لور سوق کړي».

د قطر د بهرنیو چارو وزیر دغه راز ویلي، چې که نړیواله ټولنه د ناټو ځواکونو له وتو وروسته له طالبانو سره ډېر تعامل کړی وای، کیدای شو چې په افغانستان کې د اسلامي افراطيانو د ځینو اقداماتو مخنيوی وکړي.

دا په داسې حال کې ده، چې طالبان هم په پرله پسې ډول له نړيوالو څخه دوی سره د تعامل زیاتیدو غوښتنه کوي، خو نړيوال ټینګار کوي چې د طالبانو لخوا د افغانانو اساسي حقونو ته د نه درناوي، د ټول ګډونه حکومت د نه جوړولو او له افغان خاورې د ترهګرو ډلو د فعاليتونو د مخنيوي تر نه تضمینه پوری به د طالبانو حکومت په رسمیت ونه پیژني.

قطر د طالبانو له تر ټولو نیږدې لابي کوونکو هېوادونو څخه دی، چې دغې ډلې ته یې په خپل مرکز کې دفتر ورکړی او له امریکا سره ېې د سولې د مذاکراتو کوربه توب کړی و.

2 COMMENTS

  1. د افراطیت سره تعامل نه بلکه د افراطیت زیلی ختمول پکار دی تر څو افراطیت نشو نما ونه کړی
    د افراطیت نیالګی ته چی هرڅومره اوبه او خواړه ورکړل شی نو د افراطیت ثمر به يی لا نور زیات شی.
    قطر باید لمړی دا افراطیت په خپل هیواد کی تجربه کړی او بیا دی نورو ته توصیه وکړی

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...