دوشنبه, سپتمبر 30, 2024
Homeخبرونهننګرهار: د نازو انا لېسې نوې ودانۍ د ښځينه زده کوونکو په...

ننګرهار: د نازو انا لېسې نوې ودانۍ د ښځينه زده کوونکو په غياب کې پرانيستل شوه

تاند(یکشنبه، د جوزا ۸ مه) ‏د ‎ننګرهار په مرکز جلال اباد کې د نازو انا د نجونو عالي لېسې نوې ودانۍ ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.

دغه ودانۍ د ترکیې په مالي ملاتړ رغول شوې چې دولس درسي خونې، مجهز کتابتون او نور اړين ملحقات لري.

د طالبانو ‏ځايي چارواکي وایي چې په یاد ښوونځي کې به پنځه زره زده کوونکي په بېلابېلو وختونو کې زده کړې وکړي.

د دغې ودانۍ د پرانېستې په مراسمو کې د طالبانو له لوري د ننګرهار ولايت لپاره د پوهنې ټاکل شوي رئیس مفتي حبيب حضرت حقاني او د ترکيې سفير جهاد ارګين ای هم ګډون کړی و.

طالبانو د دې ښځينه لېسې د نوې ودانۍ د پرانيستلو خبر په داسې حال کې ورکول کېږي، چې طالبانو لا هم له شپږم ټولګي څخه پورته نجونو ته د زده کړو اجازه نه ده ورکړې.

د نازو انا لېسې د پرانیستلو په مراسمو کې هم دغو نجونو ګډون نه درلود او معلومه نه ده، چې تر کله به طالبان دوی همداسې له زده کړو څخه محرومې وساتي؟

څو ورځې مخکې د طالبانو مشرانو د نجونو د تړل شويو ښوونځيو د پرانيستلو په اړه د پریکړې او ارزونې لپاره یوه لوړپورې اته کسیزه کمیټه وګمارله، چې مشري ېې د طالبانو د سترې محکمې رییس کوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب