دوشنبه, سپتمبر 30, 2024
Home+ د ټولنې اصلاح مهمه ده که د فردي ځان جوړولو هڅې؟

 د ټولنې اصلاح مهمه ده که د فردي ځان جوړولو هڅې؟

 مصطفی ملکیان

ژباړه: عتیق الله خادم

دا هغه پوښتنه ده چې پېړۍ پېړۍ یې د متفکرانو ذهن مشغول کړی دی. آیا د یو نیکمرغه ژوند لپاره فردي اصلاح بسنه کوي او کنه باید د ټولو ژوند جوړ شي؟ شخصي دردونو/ غمونه لومړیتوب او اهمیت لري یا ټولنیز مشکلات او عیبونه؟

خپلې خبرې پۀ مثال شروع کوم.

فرض کړئ زه داسې کس یم، چې همیشه د ایران ـ شیراز پۀ لاره تگ راتگ کوم. پۀ داسې شرایطو کې که زه عقلاني انسان وم او فقط عقلانیت پۀ دې کار کې بسنه وکړي. باید دوه کاره ترسره کړم:

لومړی دا چې که اړ یم پۀ دې لاره تگ او راتگ وکړم باید تر هغه ځایه او تر څو مې چې پۀ وس او توان پوره وي، ددې لارې لوړې ژورې او کندې کپرې/ ډبرې اصلاح او ورغوم او پۀ جوړولو کې یې مرسته وکړم. زه نۀ پرېږدم چې دغه لاره پۀ همداسې عیب ناک حالت کې پاتې شي. فعلاً خو د عقلانیت پر بنسټ خبرې کوم، د اخلاقي قواعدو، احکامو او معیارونو سره کار نۀ لرم.

نو پۀ همدې بنسټ که ټولو عمر پۀ دې لاره تگ او راتگ لرم، د عقل غوښتنه ده، چې تر څو مې وس رسیږي د دې لارې پۀ جوړولو کې بۀ ونډه اخلم او هېڅ هڅه بۀ پۀ دې برخه کې درېغ نۀ کړم.

مگر دوهم کار دا دی، چې لږ تر لږه د خپل موټر شیکوزر ” پرزې” قوي کړم، تر څو د ناهوارې لارې ډېر فشار پر ما وارد نۀ شي.

لۀ پورتني مثال څخه د خپل مقصد خبره لیکم.

 یو عقلاني انسان یا پۀ اولي اصطلاح یو اخلاقي انسان باید د خپل ټولنیز ژوند پۀ اوږدو کې دوه کاره ترسره کړي:

 لومړۍ دا چې هڅه وشي ټولنه اصلاح او ورغوو، څو مشکلات یې حل شي. یعنې هر کس باید د خپلې شتمنۍ (پوهې او توانمندۍ پۀ اندازه او د شخصیتي او طبیعي ځانگړنو پۀ پام کې نیولو سره پۀ جینټکي ډول دوی ته انتقال شوي دي، دا کار وکړي.) پر همدې بنسټ د ژوند پېښې، ښوونه او روزنه او لنډه دا چې پۀ نظر کې نیول شوي ټول امکانات چې پۀ ژوند کې یې لرو او وس مو هم رسیږي د ټولنې د اصلاح لپاره پکار واچوو. ټول دردونه، غمونه، بد نیتونه، بد مدیریتونه او جهلتونه چې پۀ دې ټولنه کې موجود دي او بغیر لۀ حساسیته هم نۀ دي؛ اصلاح شي. (ځکه که اخلاقي هم نۀ وي حداقل عقلاني دي او پوهیږو چې پۀ هر حال پۀ همدې ټولنه کې ژوند کوو)، نو پۀ همدې اساس څومره چې ټولنه اصلاح ته نژدې کیږي، “ځان” ته مو هم گټه رسیږي.

فرضاً که بیا اخلاقي هم شي او غواړې چې د خپلو همنوعه او هغو کسانو لپاره چې پۀ دې ټولنه کې ژوند کوي او لۀ هغوی نۀ پرته ژوند کیږي هم نۀ، باید ښۀ شرایط رامنځته کړئ. نو پر همدې بنسټ هېڅکله امکان نۀ لري چې د ظلم، ستم، بې عدالتۍ، بې امنیتۍ، نابرابرۍ، بې نظمۍ او د سوکالۍ او ازادۍ پۀ نشتون کې بې تفاوته او بې حسه پاتې شئ.

نو موږ باید چې څومره وس مو رسیږي د ټولنې د نظم، سوکالۍ، عدالت، برابرۍ، ورورلۍ، خپلواکۍ او سولې لپاره خپلې هڅې دریغ نۀ کړو.

 مگر دوهم کار دا دی، چې که زه هر څومره کوشش وکړم او زما ټول ښار میشتي هم پۀ همدې رقم، بیا هم هېڅ تضمین نشته، چې ټولنه دې بې عیبه او نیمگړې نۀ وي، نو پۀ همدې اساس اړتیا ده چې خپل شیکوزر / پرزې محکمې کړو. موږ د خپلو شیکوزرو قوي کولو ته اړتیا لرو. د شکیوزرو قوی کول زما دوهم کار دی. باید داسې کار وکړو چې د ژوند او ټولنې بې وقوفه فشارونه پر ما او ټولو ښاریانو کم شي او د ستونزو دردونه لۀ ما او ټولو همنوعه انسانانو لرې شي.

اول کار ته اړتیا ده چې خپل فعالیتونه ته، هر څۀ چې د کورنۍ، اقتصاد، ښوونې او روزنې، علم او فن، هنر، سیاست، قانونمندۍ، اخلاقو، دین او مذهب پۀ بنسټونو کې راځي، توجه وکړو. ځکه همدا بنسټونه دي چې د ټولنې کُلي عیبونه اصلاح کوي.

اما د دویم کار لپاره یعنې د شیکوزرو/ پرزو قوي کولو لپاره باید یو اندازه څیزونه مخته راوړو، چې خپل شخصیت مجهز او محکم کړو. نو پۀ دې اساس اول کار زما ټولنیز مؤقف دی او دویم کار هم زما فردي مؤقف دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب