دوشنبه, سپتمبر 30, 2024
Homeخبرونهملا عبدالحق اخوند: د نشه يي توکيو د ۲۰ زره معتادانو تداوي...

ملا عبدالحق اخوند: د نشه يي توکيو د ۲۰ زره معتادانو تداوي مو پېل کړې ده

تاند(دوشنبه، د جوزا ۹ مه) ‏د طالبانو د کورنيو چارو وزارت د نشه يي توکيو پر وړاندې د مبارزې مرستيال ملا عبدالحق اخوند وايي، چې طالبانو د ۲۰ زره نيشه يي معتادانو د درملنې چارې پيل کړي دي.

د ده په وينا، په دې برخه کې هیڅ کوم نړیوال بنسټ یا بل چا همکاري ورسره نه ده کړې، بلکې ټولې چارې د طالبانو حکومت په خپله سمبالوي.

دغه طالب مقام ننګرهار ولايت ته د سفر پر مهال ځایي چارواکو سره لیدلي او ويلي، چې د هر ډول نشه یي توکیو کښت، قاچاق، پېر و پلور منع دی او سرغړونکو سره قانوني چلند کيږي.

نوموړي دا هم ویلي، چې دمګړۍ په هېواد کې د ټولو نيشه يي معتادانو شمېر ۳ نيم ميليونه تنو ته رسيږي.

د طالبانو لوی مشر ملا هیبت الله اخوند زاده څه موده مخکې د نشه يي توکيو پر وړاندې د مبارزې امر وکړ، چې ځينو هېوادونو وستايه.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب