یکشنبه, مې 19, 2024
Homeخبرونهسيګار: یو میلیون افغان ماشومان د خوارځواکۍ له کبله د مرګ ګواښ...

سيګار: یو میلیون افغان ماشومان د خوارځواکۍ له کبله د مرګ ګواښ سره مخ دي

تاند(دوشنبه، د جوزا ۹ مه) ‏د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا د مرستو د څارنې ځانګړې ادارې سیګار خبرداری ورکړی، چې یو میلیون افغان ماشومان د خوارځواکۍ له کبله د مرګ له ګواښ سره مخامخ دي.

دغې ادارې د یو یونیسف له قوله لیکلي، چې په ۲۰۲۲ کال کې به په افغانستان کې لږ تر لږه ۳٫۲ میلیونه ماشومان له سختې خوارځواکۍ وکړېږي.

دغه سازمان خبرداری ورکړی، که بېړنی اقدام ونه شي، ښایي یو میلیون ماشومان د دغې ناروغۍ له امله مړه شي.

د يونيسف په ګډون ډېرو نړيوالو بنسټونو مخکې هم په افغانستان کې د ورته ناورينونو خبرداری ورکړی و، خو طالب وياندويانو نه و منلی.

طالبان باور لري، چې داسې څرګندونې د دوی خلاف تبلیغات دي.

ځينو مهمو طالب مشرانو خو مخکې دا هم ویلي وو، چې له لوږې څوک نه مري، خدای یې په وښو هم ژوندي ساتي او یا دا چې خلک دې خدای ته په « بغارو» شي، چې پرې ورحمیږي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب