Homeخبرونهد پراخ فساد له ادعاوو وروسته، ملا هیبت الله د معادن وزارت...

د پراخ فساد له ادعاوو وروسته، ملا هیبت الله د معادن وزارت مرستیالان ګوښه کړل

تاند(دوشنبه، د جوزا ۹ مه) د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د « عاجل» تر عنوان لاندې د دوی د معادن او پټرولیم وزارت د ۴ نویو مرستيالانو د ګومارل کیدو خبر ورکړی.

نوموړي په خپله ټويټر پاڼه کې ليکلي، چې دا ګومارنې د طالبانو د لوی مشر ملا هیبت الله اخوند زاده په امر شوي دي.

  نوموړي زياته کړې، چې په دغو ګومارنو کې شیخ ضیاء الرحمن الاریوبي؛ د ياد شوي وزارت د پلان او پالیسۍ، مولوي حسام الدین صابري د مالي او اداري، وحیدالله حلیمي؛ د د تخنیکي او نورالله ستانکزی د جیولوجي سروې د معین په توګه ټاکل شوي دي.

ذبيح الله مجاهد د دغو ګومارنو او مخکینیو چارواکو د ګوښه کیدو په اړه نور جزییات نه دي ورکړي.

په وروستيو کې د طالبانو د معادن او پټرولیم وزارت چارواکي د معدنونو د خپلسري استخراج په برخه کې په پراخ فساد تورن شوي وو.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...