چهارشنبه, سپتمبر 25, 2024
Homeخبرونهحسن حقيار: د ط- انو حکومت په یو نیم سل کلن تاريخ...

حسن حقيار: د ط- انو حکومت په یو نیم سل کلن تاريخ کې بېساری دی

تاند(دوشنبه، د جوزا ۹ مه) د طالبانو یو مشهور مدافع او د حکومت چارواکی قاضي محمد حسن حقيار وايي، چې د طالبانو اوسنی حکومت پر ټول افغانستان د اقتدار او پیاوړي توب له پلوه د افغانستان په تېرو یو نیم سلو کلونو کې ساری نه لري.

ښاغلي حقيار له افغانستان څخه د باندې یوه ټلویزیون سره د بحث پر مهال دا خبره وکړه، چې د بحث د نورو ګډونوالو ( شینکۍ کړوخیل او محمد علم ایزدیار) له توند غبرګون سره مخ شو.

د بحث نورو ګډونوالو قاضي حقیار ته د خلق او پرچم ډلې د واکمنۍ یادونه وکړه، چې په وینا یې هغو هم په ډېر وحشت ټول افغانستان نیولی و، روسانو هم افغانستان اشغال کړی و، خو ملت یې د استبداد پر وړاندې ودريد او ټولو ته ېې سختې ماتې ورکړې.

د ولسي جرګې پخوانۍ غړې شینکۍ کړوخیل په دې بحث کې ښاغلي حقيار ته په خطاب کې وویل: (( په خپلې لور دې د پاکستان په کراچۍ کې ډاکټري وویله، ولې د افغان نجونو د تړلو ښوونځيو د پرانيستلو لپاره غږ نه پورته کوئ؟)).

ښاغلي حقيار نوموړې ته په ځواب کې وويل:(( زما درې لوڼې ډاکټرانې دي، په خپل هېواد او يوه بل اسلامي هيواد ( هدف یې پاکستان و) کې يې له لازمو شرعي اصولو سره ېې زده کړې کړي دي)).

د نوموړي دغو څرګندونو ته مېرمن کړوخيل بيا غوسه شوه او ویې ویل، چې پاکستان کله تر موږ ډېر اسلامي هېواد دی؟

قاضي محمد حسن حقيار د نجونو د تړل شويو ښوونځيو د پرانيستلو غوښتنه وکړه او ويې ويل، چې تر هر چا دا ستونزه ډېره نقد کړې او د حل غوښتنه یې کړې ده.

د یادونې وړ ده، چې په دې بحث کې ښاغلي حقيار د سیاسي چارو د کارپوه په توګه ګډون کړی و، خو تاند ته د طالبانو یوې سرچينې وويل چې نوموړی د معادن او پټرولیم وزارت د څارنې او ارزونې عمومي رییس دی.

ښاغلی حقيار د طالبانو په تېره واکمنۍ کې د دغه وزارت مرستيال پاتې شوی و.

8 COMMENTS

  1. یو مسلمان څه چی خپل ځان ته غواړي خپل بل مسلمان ورور ته دی هم باید وغواړي ، کنه په اسلام کی داسی خلکو ته منافقین وائي ، دحقیارصیب دری ړونې ډاکترانی دي خو یوی داسی اداری ته چی افغان انجونی یی له خپله اسلامي ،او انساني حق څخه محروم کړي هغه ته د هیواد په یونیم پیړۍ تاریخ کی بیساری اداره وائی، د یوهیواد خلک نه یوازی امنیت بلکه خپلواکی، عدالت ، خلکو ته دکار او یو بسیا ژوند برابرولو ته هم اړتیا لری چی طالبانو طالبی اداره په ټولو خدماتو کی پاتی راغلی حتی همدا امنیت چی طالبان هغه خپل لوی لاسته راوړنه بولی ورځ په ورځ په خرابیدو ده، د سږ کال روژه د هیواد په تاریخ کی تر ټولو خونړی کال و، داسی ښکاری چی طالبانو او د هغوی پلویانو ته د نورو افغانانو وینه هیڅ ارزښت نلري ، ښائي له همدی وجهی وي چی د دوی مجازی امیر په خپل منسوب فرمانونو کی چې د افغانانو کاملا شخصی او ذاتی موضوعاتو په هکله اوامر او نهی صادرشوي مګر د روژی په مبارکه میاشت کی د څو سوه بیګناه افغانانو ظالمانه وژلو او همدا رنګه د هیواد په تاریخ کی په لمړي ځل زموږ هیواد باندی د پاکستانی الوتکو پر بمبارۍ او د هغه په نتیجه کی د لس هاو تنه بیګناه افغانانو وژلو ته حتی یو اشاره هم نده کړی .

  2. محترم زیړګل وروره ستاسونه ډیره مننه کوو چی د تریخ حقیقت نه دی پرده پورته کړی او همیشه دی د انسانیت او شرافت په چوکاټ کی د حق نه د فاع کړی او دداسی غوړه مالانو او بوټ پاکانو ته دی ډیر ښه ځواب ورکړی دی.

    زه نه پوهیږم چی د ځینو خلکو ضمیرونه ولی داسی مسخه شوی چی د افغانستان د تباهۍ او بربادۍ دا پروژه چی د افغانانو نسلونه د تیارو کندو ته اچوی هیڅ نه وینی او یا ورباندی د حق سترګی پټوی
    پداسی حال کی چی ځنی تالبان هم په یو او بل شکل کی دتالبانو د ناروا ، ظلم وحشت او تور جهالت نه خواشینی دی
    لکه مولوی عبدالمالک همت د تالبانو اوسنۍ کړنی د الهی احکامو سره په ښکاره ډول په ټکر کی ګڼی او د نجونو او میرمنو سره د تالبانو ناروا سلوک د تعصب او جهالت نتیجه بولی چی د اسلام د مقدس دین سره هیڅ تړاو نه لری.
    مونږ ته خپل ضمیر او احساس هیڅکله اجازه نه راکوی چی پدی وحشت او تور جهالت چپ پاتی شو

  3. مردار خوره چاپلوسه.
    دا څنګه حکومت دی، چې نه ولس او نه هم له نړۍ په خبره پوهېږي. څلويښت ملیونه ولس برمته دی، نه څه د خوراک او نه هم کار شته او هم بیرون ته تښتې لار.
    دا څنګه حکومت دی چې د معارف سیستم یې په ملا کې بوټ وواهه. له تعلیم پرته ځان، اسلام او الله پيژندل ممکن دي!!!!!!
    دا څنګه بې ساري حکومت دی چې ټول له سره غیر مسلکي خلک دی آیا دا حق دی چې کار او مسؤولیت نا اهلو خکو ته وسپاري.

    شرم وکړه

  4. خلک وایی ، بې له یارانې نه سل خبرې نورې دي .
    دولتمداري او واکمني یواځې پر ټول هېواد حاکمیت ، امنیت او دیکتاتوري نه ده . بلکې خپل ولس ته خدمت کول او د هغوی پروړاندې مسوولیت دی. د خلکو زړونه باید د خدمت او خپلو وظیفو د سرته رسولو په عوض کې وګټل شي .
    ټول سکتوري وزارتونه باید د مسلکي او پوهو خلکو او د هغې ادارې په برخه کې د تکړه عالمانو ، مجربو شخصیتونو له خوا رهبري کړل شي .
    تالبانو د عالي تحصیلاتو پرضد یو پنجانبی مخ پټی جاسوس چې لاتر اوسه یې سمه پښتو هم نه ده زده مقرر کړیدی . هغه د افغانستان د خلکو پروړاندې هېڅ مسوولیت او افغاني احساس نه لري . همدا راز د نورو وزارتونو مسوولین درواخله.
    د قرآني ارشاداتو په رڼا کې د ړانده او بینا ترمنځ فرق دی ، د هغوی چې تعلیم او تحصیل یې کړی او هغوی چې یواځې د پنجابي مدرسو خلاصه اوقدوری یې ویلې ، د مځکې او آسمان ترمنځ فرق موجود دی. ترټولو مخکي د الهی حکم پراساس امانت خپل اهل ته وسپارئ.
    د حقیارصاحب یوه خبره رښتیا ده چې د افغانستان په تاریخ کې داسې ړوند ، کوڼ ، متعصبه ، له ښځو نه د نفرت او کرکې درلودونکی او پردي پرسته حکومت تراوسه نه دی راغلی .

  5. حقیارصاحب څه موده مخکی د حماد صاحب او داکترصاحب احمدزی سره یو ځای ،طلوع تلویزیون
    کی انتقادی او اصلاحی وړاندیزونو بحث درلود چې تر ډیره مفید اصلاحی بحث وو
    خو د امارت د اقتدار او پیاوړیتوب لپاره ډیر کارونه پاتی او حتی نه ختمیدونکی دی،تاسی حقیار صاحب ته به په یاد وی چې د اکادمی د قسم شریعت ادنی شاګرد هم له وزیر تحصیلات عالی نه روښانه
    ،مودب،د ملت او امت ګټو ته ژمن او انسانیت ته مفید او اسلامی جهان بینی یی درلوده،خو دا لکه
    چې وروڼو لیکلی د افغانی اخلاقو او تاریخ سره نابلد ،دپوهنتون او پوهانو دښمن او ټول تحقیر او انسانیت شرموی؛موږ که امانات اهل ته یی ونسپارو، همدا خپله اشغال او خیانت دی،همدا اوس د۹۰ فیصدو نه زیات امانتونه نآاهلو ته سپارل شوی،کرسۍ اشغال شوی۰
    اسلام یواځی دطالبانو دین ندی،تر طالب وړاندی هم اسلامی امت علما ،خلافت او امارت درلود،هغه نه یی زده کړی ،هغه معیارو باندی خلک وتلی،او که څوک پدی تله سپک خیژی،دروند امانت د اخیستو توان نلری،هم ځان تباه کوی او هم ملت۰
    موږ ټول سالم تربیت ته اړ یو؛تر څو د امت روغ او قوی سپاهی رانه جوړ شی ،او دا هله کیدای شی چې محمدی مدرسه را ژوندی او فعاله شی،تنظیمی انحصاری درسونه چې د استخباراتو ،جهالت او مهلکو تعصباتو معجون حیثیت لری ،نور بازار نلری

    • سلام
      دملی او اسلا می ارزښتونه محدود کېدل:
      داکتر همت ډیر و ښو ټکو ته ګوته نیولې. حقیقت او واقعیت دی. دطلوع له چینله په: تودې خبرې،تجول ،څار او نور …. له بده مرغه یو شمیر کسان لید ل کیږی چې مطلق بیسواد دی لکه توریالی همت، داوود عابدی،(اسلامی امارت) ته په اټکل غونډاری ولی ویس ناصری ،شکریه بارکزی او نور له بلې خوا( دغنی مټکور )دراوا ء غړی.هم دښځو او نجونو په نوم چیغې وهی ځکه بل بدیل نه لری هدف دانه دی چې څوک څوک ستایی دغه مشکل په داګه دی خو دلته دیوه ملت په کچه د زعامت ، ملی او اسلامی ارزښتونو د اهمیت په سترګو کتل لومړیتوب لری.
      که موږ دیو شمیر کسانو خبروته جدی پاملرنه وکړو باور وکړی دحیرانتیا خبره ده چې موږ ولې دومره ماشومانه احساساتی ،له پلمو او بهانو دک، هسې د شخصی کمزرو سرتمبګیو په ناروغیو اخته ولس یو . موږ به هر بحث کې ددیپلومات ، کارپوه اوسیاست پوه ، سفیر او وزیر ولس مشر او کشر خان په نوم راڅرګندیږو خو بیا واهی ناندرۍ وهو او بحث مو هیڅ معیا رنه لری . هیڅ له معاصر وخت ،ضرورت ،عدالت ، انصاف سره اړیکی نلری. دڼړۍ بل لور ته دغه مظلوم ولس کشوو. کمال مو په څه کې دی؟سیاهی لشکر نیاید به کار

  6. شا غلئ حسن حقیار له یوه نظره رشتیا وائی؛ د بشر په ټول ټولنیز – سیاسی تاریخ کی د طالب غوندی حکومت سارئ نلری.په یوویشتمه پېړۍ کی دا ډول کړنی واقعاً چی بې ساری دی.
    د طالب حکومت بې سارئ! دئ
    خو
    د عام وولس احساسات او روحیات او ارمانونه او هیلی هم بې ساری دی
    مانا
    یقیناً افغان وولس یوازنی بې سارئ وولس دی چی د حاکم وضعیت د بدلون پخاطر ئې هر ایډه آل او ارمانی شعار تر خوله را ایستلئ دئ
    او
    یقیناً
    چی وولس نن تر پوزی راغلئ او هره شېبه 52 ځله د یو غیبی B52 فعّالانه حضور غوښتونکئ او د ټول طالب ( په طالب کی ښه او بد نسته او ټول له یوه مخه جراثیم دی ) د نابودۍ غوښتونکئ دئ.
    طالبه زویه!
    ته تر امریکائی او انګریزی حرامی ئې او هغوی تر تا حرامیان دی
    او
    عام وولس ته به د امریکائی اشغال او پنجابی اشغال توپیر په څه کی وی؟

  7. قاضی مذکور ۲۳سال قبل با ناموس یک فامیل محترم هراتی چی کرد و در کارته چار کابل در یک موسسه چی ؟

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب

پلمه | زهير سپېڅلی