نقیب احمد اتل
په نړۍ کې د راډيو د رامنځته کېدو په اړه شيندلي او متفاوت نظرونه موجود دي، ويل کېږي چې د راډيو د جوړېدا لپاره ساينس پوهانو اتلس کاله (۱۸۷۷ – ۱۸۹۴ ز پورې ) پرله پسې هلې ځلې وکړې، دوی هڅه کوله، چې له کوم تار پرته د هوا څپو ته د انسان غږ ولېږدوي. ۱۸۷۷ ز کال و چې ټامس ايډيسن په لاس تاوېدونکی يو ماشين جوړ کړ، دا ماشين د المونيمو په يوه پوښ کې تاو شوی و، په دې ماشين کې به غږ خوندي کېده، دغې موندنې پخپله ايډيسن هم حيران کړ، دې غږيز ماشين د خلکو پام ځان ته را وګرځاوه.
ځينې بيا د راډيو منځته راتګ د يوه ايټالوي زده کوونکي ګوګ ليمو مارکوني په هلو ځلو پورې تړي، ويل کېږي چې ده له ۱۸۷۴ – ۱۹۳۷ پورې د ټولو تخنيکي هڅو په پايله کې د لومړي ځل لپاره د بولونيا ښار ته نژدې د دغو هڅو يو ازمېښت وړاندې کړ، په ۱۸۹۱ ز کال کې يې له انګلستانه ددغه نوښت جايزه واخيسته، پر ۱۹۲۰ ز کال وتوانېد چې راډيو د يوې ټوليزې رسنۍ په توګه خلکو ته وړاندې کړي، پر ۱۸۷۷ ز کال دوو تنو ساينسپوهانو کنکسټر بيل او چارلس ټينټر په لږ بدلون سره يو بل ماشين وموند چې هغه يې د ګراموفون په نوم ثبت کړ.
د راډيو جوړونې په ډګر کې بل ګام ايمايل برلنر پورته کړ، ده پر ۱۸۸۷ ز کال د سلنډر پر ځای ډسک وکاراوه او دا موندنه يې د ګراموفون په نامه ثبت کړه، هغه مهال په نورو هېوادونو کې هم دا ډول هڅې کېدې، د سکاټلينډ د طبيعت او رياضي پوه جيمز کلرک ميکس ويل په ۱۸۷۳ کې يو مضمون خپور کړ چې په ۱۸۸۷ ز کال کې د جرمني طبيعت پوه هينرک هرټز د تجربو له لارې د ميکس ويل تيوري ومنله، هينرک هرټز څو پيغامونه فضا ته تر لېږدولو وروسته بېرته تر لاسه کړل، د هينرک هرټز ددې کارنامې د ستاينې لپاره د فريکويسنۍ بنسټيزه اله چې مخفف يې HZ دی د هينرک هرټز په نامه ونومول شوه، ورپسې دوو تنو امريکايانو رينالډفيسيډن او ليډي فاريسټ په راډيو کې نوښت وکړ، له دې سره له راډيو سره د عامو خلکو مينه زياته شوه، پر ۱۹۰۶ کال رينالډفيسيډن د عيسويانو په اختر کې لومړنۍ خپرونې پيل کړې، په ۱۹۲۰ کال کې د راډيو خپرونې په منظم ډول خپرېدې،بيا په بېلابېلو هېوادونو کې د راډيو سټيشونونو د جوړولو چارې پيل شوې. راډيويي ژورناليزم (۶. م )
په افغانستان کې د راډيو پيل:
په افغانستان کې راډيو د لومړي ځل لپاره پر ۱۳۰۴ ل کال د يوې وړې دستګاه په لرلو سره په خپرونو پيل وکړ،د غازي امان الله خان د واکمنۍ پر وخت يې د عطاالله خان په نامه يو تن د راډيو د تخنيکي زده کړو او يوې دستګاه اخيستو لپاره المان ته ولېږه، هغه پر ۱۳۰۵ ل کال له ا لماني انجنيرانو سره يو ځای کابل ته راستون شو او پر ۱۳۰۶ کال يې يوه دستګاه په کابل کې ولګوله، دا وسيله د الماني سلاکارانو په مرسته او د حکومت په همکارۍ لومړی په ازمايښتي او بيا پر ۱۳۲۰ کال په بنسټيز ډول سرې مياشتې ته مخامخ له اسمايي غره سره ولګول شوه او په خپرونو يې پيل وکړ، د همدغه کال د وري د مياشتې لومړۍ نېټه وه، چې د هغه مهال د صدارت لومړي مرستيال او د پوهنې وزير سردار محمد نعيم خان کابل راډيو په پښتو ژبه پرانيسته، محمد زرين انځور په خپل کتاب رسنۍ، ژورنالېزم او فرهنګ کې د نوموړي د پرانيستونې وينا متن په دې ډول ليکلی دی:((د لوی خدای په نامه … او د ننګيالي پښتون ملت د سعادت په غوښتنه د کابل راډيو منځنۍ څپه افتتاح کوم، ګرانو پښتنو اورېدونکو! دې ته اړ نه يم چې د راډيو د اهميت بيان وکم، ځکه تاسې ټول پوهېږئ چې په اوسنۍ زمانه کې راډيو د ژوندون د ورځنيو ضرورياتو څخه ده او ملتو او حکومتو ته ډول ډول وظايف پر ځای کوي. په دې وروستيو کلونو کې زمونږ معارف لويې لويې نتيجې او ګټې ښکاره کړي دي چې مونږ ته د روڼ راتلونکي ژوند زېری راکوي، مګر نه ښايي چې مونږ په دې سکته وکو او د هغو سړو له پالنې څخه سترګې پټې کو چې دوی د مکتبو له زده کړې څخه محروم پاته شوي او پاخه خلک دي، ولې دغه خلک زموږ د ملت يوه لويه برخه ده. په دې مقصد نو… حکومت د راډيو استوونکې دستګاه تاسيس کړه او د فني شرايطو سره سم يې لومړی پلا منځنۍ څپه وټاکله. زموږ راډيو عرفاني ده، د افکارو د روزنې او د قوم د ښوونې او پالنې دپاره ده، د بزګرانو او د کلو د اصلاح دپاره ده، د بې کارۍ د لېرې کولو او زيار او کار د خپرولو دپاره د، د سوداګرو او تجارت دپاره ګټوره او د وطني مصنوعاتو د ترويج دپاره ده. د کسب، کار او د لاسي او عصري حرفو د ښوونې دپاره ده، د کورنيو د اصلاح دپاره ده، د ملي ژبې د خپرولو او ډېرولو دپاره ده، ددې دپاره ده چې دا ننګيالی قوم په ديني او اخلاقي نصايحو له عيش پرستۍ او اخلاقي ضعف څخه لېرې شي، ددې دپاره ده چې تاسې نوې خپرونه او ځينې تفريحي پروګرامونه واورئ ! زه له هغو خلکو څخه چې د راډيو تر ږغ لوړوونکو باندې راټولېږي د زړه له کومي دا خواهش کوم چې د زړه په غوږو يې واوري او عمل په وکړي،د خپلو اورېدونکو پوهې او استعداد ته په خپلو ويناوو او ليکلو کې وګوري…))
د سردار نعيم خان تر دې وينا وروسته د هغه مهال د مطبوعاتو خپلواک رئيس علامه استاد صلاح الدين سلجوقي وينا هم د راډيو له څپو خپره شوه. نوموړي د خپرونو د مديريت او تخنيکي برخې مديريت په اړه معلومات وړاندې کړل. په کابل کې د راډيويې خپرونو لپاره يوه فني اداره او يو تخنيکي کورس جوړ شو چې۶۵ تنه زده کوونکي يې لرل، دغه مهال د راډيويي خپرونو لومړی وياند غلام سرور ګويا و، ډېر کلونه د راډيو کارکوونکی او د بېلابېلو خپرونو وياند پاتې شو.
استاد ببرک مياخېل په خپل کتاب د ټوليزو اړيکو وسايل کې ليکي چې په پيل کې د راډيو لومړنۍ اخذې په کرسټل غوږو يادېدې، لکه د ټيليفون د غوږي په څېر ترې يوه تن ګټه اخيستلای شوه، د اورېدونکو شمېر يې هم کم و، دولت غوښتل چې په ګڼ مېشتو سيمو کې په لوړ غږ د راډيو جوړولو اسانتيا برابره کړي، دا وخت راډيو شاوخوا څلور ساعته په ژوندۍ بڼه خپرونې لرلې، پر ادبي، ټولنيزو، کرنيزو او پوهنيزو خپرونو سربېره يې موسيقي هم خپروله.
د حبيب الله کلکاني او نادرخان د واک پر مهال راډيو خپرونې نه لرلې، پر ۱۳۱۷ ل کال د راډيو د خپرونو دستګاه پل باغ عمومي ته ولېږدول شوه او د راډيو لېږدوونکې وسيله د يکه توت سيمې ته. پر ۱۳۴۳ کال د راډيو نوې ودانۍ او نوې دستګاه په منځنيو څپو د ثبت او ژونديو خپرونو د سټوډيوګانو په لرلو سره په انصاري څلور لارې کې خپرونې پيل کړې او د کابل راډيو نوم د افغانستان په راډيو بدل شو، هغه وخت دې راډيو ۱۷ ساعته خپرونې درلودې او ۷۵ بېلابېل پروګرامونه يې وړاندې کول، دغه وخت راډيو د متن او منځپانګې له اړخه په بېلابېلو خپرنيزو څانګو ووېشل شوه، لکه: د اطلاعاتو اداره، د هنر او ادبياتو څانګه، د روزنې اداره، د موسيقۍ اداره، د پښتونستان اداره، د بهرنيو خپرونو اداره او د خپرونو د ارزونې اداره. دافغانستان راډيو د خپرونو لپاره ښه کړنلاره درلوده، د ښو خپرونو په مرسته يې ډېر اورېدونکي پيدا کړي وو، د هغه مهال د نظامونو په پرځولو کې يې کارنده ونډه ترسره کړه، په هر رژيم کې يې د واکمن نظام په پلوۍ او د نظام د مخالفينو پر وړاندې تبليغاتي خپرونې کولې.
د حضرت صبغت الله مجددي او برهان الدين رباني د واکمنيو پر وخت له ۱۳۷۱ – ۱۳۷۵ پورې په افغانستان راډيو کې جهادي خپرونې خپرېدې. د ۱۳۷۵ ل کال د تلې په څلورمه چې طالبان واک ته ورسېدل؛ نو دغه راډيو يې د شريعت غږ په نامه ونوموله او تر ډېره يې پکې ديني، سياسي، ټولنيز، ادبي او کولتوري مسايل خپرول. د مجاهدينو او طالبانو په واکمنيو کې د راډيو له لارې د موسيقۍ پر ځای ترانې او شعارونه خپرېدل، د طالبانو د واکمنۍ تر ړنګېدا وروسته په افغانستان کې د حامد کرزي په مشرۍ لنډ مهاله اداره رامنځته شوه، دغه مهال د شريعت غږ راډيو نوم د افغانستان ملي راډيو ته واوښت، د ملي راډيو خپرونې له روان سياست او سياسي کړنلارې سره برابرې شوې، د ترانو او شعارونو ځای بېرته موسيقۍ او هنري خپرونو ته پاتې شو، د افغانستان د اساسي قانون پر بنسټ د رسنيو ازادي رامنځته شوه، پر ملي راډيو سربېره ګڼ شمېرسيمه ييزې او ولايتي راډيوګانې جوړې شوې، ځينې راډيو ګانې د بهرنيو هېوادنو په مالي مرسته او ځينې يې د شخصي خلکو او ګوندونو په مالي ملاتړ رامنځته شوې. محمد اسماعيل يون په خپل کتاب افغاني اوسنۍ رسنۍ او شېرعالم امله وال په خپل کتاب د رسنيو حقوق کې ددې راډيوګانو شمېر شاوخوا ۱۵۰ ښيي، خو ببرک مياخېل بيا په خپل اثر د ټوليزو اړيکو وسايل کې ليکي چې دا مهال په هېواد کې ۳۰۰ راډيوګانې جوړې شوي دي، دلته په درې واړو کتابونو کې د شاوخوا اټکلي کلمې له کارونې جوتېږي، چې تر اوسه پورې په افغانستان کې د جوړو شوو او بېرته بندو شوو راډيوګانو کره شمېر نه شته.