Homeخبرونهاقتصادي خبرونهمزار شريف کې په ۶ میلیونه ډالرو يو معياري مسلخ جوړ شو

مزار شريف کې په ۶ میلیونه ډالرو يو معياري مسلخ جوړ شو

تاند:( شنبه، د دلوې پینځلسمه)‏ ‏د بلخ په مرکز مزارشریف ښار کې د شپږ میلیون امریکایي ډالرو په لګښت معیاري مسلخ جوړ او ګټې اخیستنې وسپارل شو.

د طالبانو يو ځايي چارواکی یوسفزی وايي، دغه مسلخ پر ۲۵ جریب ځمکه جوړ شوی چې په ۲۴ ساعتونو کې د ۳۵۰۰ کوچنیو او ۶۰۰ لویو څارویو حلالولو وړتیا لري.

چارواکي وایي چې په دغه مسلخ کې دا مهال ۳۲۰ کسانو ته په مستقیم ډول د کار زمینه برابره شوې ده.

 د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ لپاره د طالبانو د رژيم وزیر مولوي عطاوالله عمري د دغه مسلخ پرانیستې په مراسمو کې وویل چې له دې لارې به خلکو ته ډاډمنه صحي غوښه وړاندې کېږي.

د هغه په وینا، په هېواد کې ډېری څاروي په غیرمعیاري ډول حلالېږی چې له امله یې ګڼې ناروغۍ له څارویو انسانانو ته انتقالېږي چې د هېوادوالو د مړینې لامل هم کېدای شي.

د مزارشریف ښاروال مولوي نقیب‌الله طارق وایي، دغه مسلخ په معیاري ډول جوړ شوی دی.

هغه وایي، دغه مسلخ د مزار ښاروالۍ، د بلخ کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست او د دغه ولایت د استخباراتو ریاست تر کنټرول او نظارت لاندې فعالیت کوي او له دې وروسته به د بلخ اوسېدونکي له دغه مسلخه د څارویو معیاري او صحي غوښې ترلاسه کوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...