پنجشنبه, مې 9, 2024
Homeخبرونهکابل کې ځانګړو امنيتي تدابيرو خلکو ته پوښتنې پيدا کړي او مختلفې...

کابل کې ځانګړو امنيتي تدابيرو خلکو ته پوښتنې پيدا کړي او مختلفې اوازې خپرې شوي

تاند:( شنبه، د دلوې پینځلسمه)‏ ‏په کابل کې نن د طالبانو د ځواکونو له لوري سخت امنیتي تدابیر نیول شوي، چې دغه تدابير د خلکو د انديښنو او بېلابېلو اوازو د خپريدو سبب شوي دي.

ځينې نا تاييد شوي راپورونه د طالبانو له مشرۍ څخه د ملا هبت الله د ګوښه کیدو، ځينې نور کابل نه د سعودي او پاکستاني ډيپلوماتانو د وتو خبر ورکوي.

د طالبانو وياندويانو د ننني وضعیت او خپرو شويو اوازو په اړه څه نه دي ويلي.

په وروستيو کې د طالبانو ډېرو منتقدانو د دوی له هغې برخې، چې ځان منځلاري او افغانانو او نړۍ سره د تعامل پلويان بولي، غوښتي چې د ملا هبت الله د افراطي پریکړو په اړه خپل دریځ څرګند کړي.

د‌ طالبانو د بهرنيو چارو مرستيال وزير شېر محمد عباس ستانکزي څه موده مخکې ويلي وو، چې د امير هر ډول اطاعت پرې واجب نه دی.

3 COMMENTS

  1. دا به کومه بله مثله وې دې خینزیر هیبت لری کول کابل کی امنیتی تدابیرو ته هیچ ضرورت نشته هیبت خینزیر یو پنجابی ده چی باید مردار شې او یا به تشتی دې خپل ناروا پلار ته به ورځې مګر دا نور باید سړې توب زده کړې او نور دې افغان ملت په زخمونو مالګه ونه دوړویې

  2. سپی به ځې پنجاب ته تشتی مګر لمسیان به یې ترې پاتی وې او مړې سترګی به افغانستان ذلیله کرځې لکه M. Kamasel

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب