شنبه, اپریل 27, 2024
Homeخبرونهمولوي خالص: ۱۰ ميليونه خلک عاجلو مرستو ته اړتيا لري، د بشري...

مولوي خالص: ۱۰ ميليونه خلک عاجلو مرستو ته اړتيا لري، د بشري ناورين مخنیوی دې وشي

تاند:( شنبه، د دلوې پینځلسمه)‏ ‏د افغاني سرې میاشتې ادارې لپاره د طالبانو د رژيم سرپرست مولوي مطیع الحق خالص وايي د افغاني سرې میاشتې د معلوماتو له مخې، تر دې دمه په ټول هیواد کې د ژمي د سختې څپې، سړې هوا، ګاز نیونې او اورښتونو له امله ۱۷۵ تنه هیوادوال شهیدان شوي او شاوخوا ۳۰ تنه نور ټپيان شوي.

نوموړي په یوه ویډیو پیغام کې زياته کړې، چې ۱۰ ميليونه افغانان عاجلو مرستو ته اړتيا لري.

مولوي خالص له نړيوالو او مرستندويه ادارو غوښتي، چې د بشري ناورين د مخنيوي لپاره دغو خلکو سره عاجلې مرستې وکړي.

دا په داسې حال کې ده، چې نړيوال ارګانونه د عاجلو مرستو د مستحقو افغانانو شمېر تر ۲۰ میلیونو ډېر ښيي.

د طالبانو مشران د واکمنۍ تر نيږدې يوه کاله ېې پر اقتصادي او بشري ناورين منکر وو.

دا په داسې حال کې ده، چې اوس د ژمي روان موسم سره د لوږې او سختې يخنۍ له امله په مختلفو ولايتونو کې د يو شمېر بېوزلو، په خاص ډول ماشومانو د تلف کیدو خبرونه ورکړل شوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب