چهارشنبه, اپریل 24, 2024
Homeخبرونهکندهار کې د ۳۰۰ پهلوانانو د غېږ نيونې سيالي پای ته ورسېده

کندهار کې د ۳۰۰ پهلوانانو د غېږ نيونې سيالي پای ته ورسېده

تاند:( شنبه، د دلوې پینځلسمه)‏ په کندهارکې د بدني روزنې او ورزش ریاست مسوولين وایي، چې په دغه ولایت کې د څه باندې ٣٠٠ پهلوانانو ترمنځ د غېږ نیونې دوه ورځنۍ سیالۍ پای ته ورسېدې.

د یاد ولایت د بدني روزنې او ورزش رئیس حافظ محمود آغا بشر وويل، چې په دې سیالیو کې د هلمند، زابل، روزګان، چمن او کوټې څخه له ٣٠٠ ډېرو پهلوانانو ګډون کړی، چې په احمدشاهي او اتفاق وېشل شوي وو.

هغه زياته کړه، چې د دغو سیالیو په پایله کې اتفاق ټیم بریالی او د ګټونکو لوبغاړو ترڅنګ غوره لوبغاړو ته بېلابېلې ډالۍ ورکړل شوې.

د حافظ بشر په خبره، د دې لوبې د بیا ژوندي کېدو هڅې یې چټکې کړي، چې په لړ کې یې دا څوم ځل دی، چې کندهار کې د غېږ نیونې سیالۍ جوړوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب