پنجشنبه, اپریل 25, 2024
Homeخبرونهافغان کډوالو سره ناوړه چلند نه دفاع؛ د پاکستان محکمه: موږ د...

افغان کډوالو سره ناوړه چلند نه دفاع؛ د پاکستان محکمه: موږ د افغانانو يتيم خانه نه يوو

تاند:( شنبه، د دلوې پینځلسمه)‏ د پاکستان د سيند ايالت محکمې د افغان کډوالو پر وړاندې له ناوړه چلند څخه په دفاع ویلي، چې دغه هېواد د افغانانو يتيم خانه نه ده.

يادې محکمې يادې څرګندونې د افغان بشري حقونو د فعالانو او ښځو، ماشومانواو ناروغانو سره د سم چلند کولو په اړه شوې عرض پاڼې ته په ځواب کې لیکلي.

په کراچۍ کې د افغان کډوالو لپاره د پښتون ژغورنې غورځنګ وکيلې منيزه کاکړ وويل هغې د فبرورۍ په لومړۍ يادې محکمې ته غوښتنليک وړاندې کړی و.

د نوموړې په وينا، ياد شوی ځواب پرون د جمعې په ورځ د سند د ایالتي محکمې مشرانو

 احمدعلي شېخ او يوسف علي سيد ورته لیکلی دی.

دا په داسې حال کې ده، چې پرون د پاکستان په پلازمېنه اسلام اباد کې پاکستاني پولیسو د یوه خبریال په ګډون ګڼ افغانان نيولي او بنديان کړي دي.

پاکستان سره له دې، چې له نړیوالو ادارو د افغان کډوالو د پناه ورکولو په نوم پراخې مرستې ترلاسه کوي، خو له دې سره هم په شدت سره د کډوالو پر وړاندې په متشدد او غير انساني چلند تورنیږي.

د پاکستان د بشري حقونو کميسيون ويلي، چې يوازې د کراچۍ ښار په يو شمېر خطرناکو زندانونو کې د ښځو او ماشومانو په ګډون سلګونه افغانان بنديان په ډېرو ناوړه شرايطو کې دي او سرنوشت یې نه دی معلوم.

په افغانستان کې د طالبانو حاکمې ادارې او پښتون ژغورنې غورځنګ د دغو بندیانو له ډلې د سلګونه تنو د خوشې کولو د هڅو خبر ورکړی.

طالبانو د پاکستان د محکمې وروستي دریځ ته غبرګون نه دی ښودلی.

4 COMMENTS

  1. دا دې افسوس خبره ده چې افغانستان دا څلویشت کاله دې پاکستان دې جاسوسانو په لومه کې لویدلې او پاکستان چی دې د لودېز دې تشناب حیثیت لرې په افغانستان هره نخره ېې چی زړه وشې کویې دې جاسوسانو بنست لعین ګلبدین ذندیق سیاف او نورو سپیو جوړ کړ لعین ګلبدین باندې له افغانستان نه پاکستان ګران ده او خپل کورې ګڼی هیبت لوطی هسې دې ای اس ای حرامونې زوې ده نو دې افغانستان ویده ملت دایم همداسی سرګردانه پاتې ده او که همداسی ویده وې نو دا خبری باید تحمل کړې چون سرنوشت یې دې پاکستانیو په لاس کښی ده

  2. له ډيره درده،
    ښه شوه چې دا څلويښت کاله مو د بل لپاره جنګ د جهاد په نوم وکړ. خپل وطن مو وران، ځانونه مو سپک او نور مو د اتوم څښتنان کړل او نن په ملګرو ملتونو کې زموږ استازولي کوي او لا بدناموي مو هم چې بې کلتوره دي.

  3. د سند ایالتي محکمې مشرانو هریو احمد علي شیخ او یوسف علي سید ته :
    ستاسو خبره سمه ده چې ستاسو ملک د افغانانو یتیم خانه نه ده ، خو تاسې ټول او خصوصا ستاسو سیاستوال او د حکومت واکمنان له ذوالفقار علي بوتو ، تر جنرال ضیاالحقه ، له بې نظیرې بوټو تر اصف زرداري اوبلاول بوټو، له پروېز مشرفه تر شهباز شریفه د افغانستان په کړکیچ ، بحران او جنګ کې مسوول یاست. تاسو مونږ ته سلګونه تش په نامه اسلامي حزبونه جوړ کړل ، زرګونه تروریستان ، ورانکاران ، جنایتکاران او غله مو په خپلو بدنامو کمپونو کې وروزل ، زمونږ خوږ اوښایسته وطن مو ورباندې وران کړ. په میلیونونو افغانان مو په خپلو منځو کې په جنګ اخته کړل ، ملي اردو مو راباندې منحله او خپل وطن مو د اتوم بم ، اف 16 الوتوکو او د نړۍ په پرمختللیو وسلو څښتن کړ .
    لنډه دا چې افغانان مو پنجاب او سند ته احتیاج کړل. اوس که تاسو داسې پرېکړې کوئ د سعدی رحمته الله علیه دا شعر تاسو ته کفایت کوي :
    بني آدم اعضای یکدیګر اند
    که در آفرینش ز یک ګوهر اند
    چون عضوی به درد آورد روزګار
    دیګر عضو ها را نماند قرار
    توکز محنت دیګران بېغمي
    نشاید که نامت نهند آدمي

  4. تورمخی پنجابیان دیی ځان خبر کړی، افغانان یتیمان نه دی بلکه افغانان په خپله خاوره ګرځی راګرځی. پنجابیان یتیمان دی چه هندوستان د لوی افغانستان خاوری ته راشړلی دی. دا چه تاسو ته انګریز او امریکا د هند په مقابل کی په څو ساعتونو کی اتومی ټکنالوژی درکړه، اوس د دیی وخت رارسیدلی دی چه دغه اتومونه مو خنثی او د نړی د نقشی څخه مو ورک کړی، ځکه نور انګریزان او امریکایان ستاسی غوندی غلامان او پنجابی تورمخی جاسوس ته ضرورت نه لری.

    لری نه ده چه پښتانه او بلوڅان به واپس د خپل وطن چاری په لاس کی اخلی او تاسی به په خړو سترګو هند، او بنګلدیش ته شرمیدلی کډو ال او یا به یتیمان او ورک کیږی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب