جمعه, مارچ 29, 2024
Homeخبرونهبدخشان کې د شیعه او او سني مسلمانانو پر ودونو د بندیز...

بدخشان کې د شیعه او او سني مسلمانانو پر ودونو د بندیز اوازې رد شوې

تاند:( شنبه، د دلوې پینځلسمه)‏ ‏د بدخشان ولایت لپاره د طالبانو د رژيم د اطلاعاتو او فرهنګ رییس هغه اوازې رد کړې چې ګواکې ددې ولایت د نُسی ولسوال د شیعه او سني هیوادوالو ودونه منع کړي.

  معزالدین احمدي هغه خبرتیا هم جعلي بللې چې ځینو رسنیو نُسی ولسوال ته منسوبه کړې ده.

په ټولنيزو رسنيو کې په دې اړه یو خپور شوی مکتوب څرګندوي، چې د طالبانو ځايي چارواکو د سني او شيعه مسلمانانو ودونه د اسلام خلاف ګڼلي او شيعه مسلمانانو ته ېې په کمه سترګه کتلي.

په وروستيو کې د ټولنيزو رسنيو او ځينو مغرضو رسنيو فعالانو د جعلي خبرونو خپرولو ته شدت ورکړی، چې تر ډېره د پښتنو ضد روحيه پکې ليدل کيږي.

له څو ورځو راهيسې د افغانستان انټرنشنال په نوم په تبعيض خورولو يو تورن ټلويزيون په پرله پسې ډول د ځينو جعلي مکتوبونو په استناد د افغانستان وروستی ولسمشر اشرف غني له قطر څخه د ۱۱۰ ميليونه ډالرو د ترلاسه کولو په بدل کې د طالبانو پر وړاندې په نه جنګيدو او د افغانستان په ور سپارلو تورنوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب