Homeخبرونهترکېه کې پر مشهور ط پلوي شنونکي هاتف مختار بريد شوی

ترکېه کې پر مشهور ط پلوي شنونکي هاتف مختار بريد شوی

تاند:( شنبه، د دلوې پینځلسمه)‏ ترکېه کې پر مشهور طالب پلوي شنونکي ډاکټر محمد هاتف مختار د برید خبر ورکړل شوی.

د نوموړي زوی ادعا کړې، چې ياد شوی برید د طالبانو د مخالفې مقاومت ډلې له لوري شوی.

د سرچينې د معلوماتو له مخې، پر ډاکټر مختار د چړې ګوزار شوی.

د ښاغلي مختار زوی د پلار د وضعيت په اړه ېې څه نه دي ويلي.

د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د رسنيو د څارنې رييس ملا عبدالحق حماد او نورو طالب مطبوعاتي څېرو پر نوموړي برید غندلی.

د ياد شوي بريد مسووليت چا نه دی منلی.

د هاتف مختار په اړه ويل کيږي، چې په جرمني کې ژوند کوي.

ترکېې ته د نوموړي د سفر موخه نه ده معلومه.

هغه نيږدې هره ورځ په ټلويزوني بحثونو او ټولنيزو رسنيو کې د طالبانو د ملاتړ لپاره فعال وي او له تر ټولو مشهورو پلویانو څخه یې دی.

1 COMMENT

  1. د یو شخص یا ډلی یا سیاسی – اجتماعی – فرهنګی – مذهبی جریان څخه ملاتړ او نه ملاتړ د هر انسان مدنی حق دئ خو پدی شرط چی د ملاتړی یا نه ملاتړی منطق ئی د انسانی فطرت او حقائقو او واقعیتونو په دائره کی قوی او د منلو وړ وی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...