جمعه, اپریل 26, 2024
Home+په موږ د انترنیټي اړیکو اغېز | نصیر حقمل

په موږ د انترنیټي اړیکو اغېز | نصیر حقمل

پوښتنه دا ده چې انټرنېټ د خلکو ترمنځ فاصلې پیدا کړې او که سره نږدې یې کړل، خوشالي یې ور په برخه کړه او که ذهني مریضان یې کړل؟
کېدلای شي هر شخص د خپل فکر او نظر له مخې دې پوښتنو ته ځواب ووایي یا په دې اړه ځانګړی لید ولري.
زما په فکر د ټولنیزو منل شویو قاعدو او رواني اړخه شاید د ټولو ځواب د یوې تجربې پر اساس خپل مثبت اړخونه ولري، زما په اند هم اړیکې قایمې شوې دي او هم فاصلې ایجاد شوې او هم یې رواني ستونزې جوړې کړې دي خو د لویو ستونزو تر څنګ یې ځینو ته مشغولا هم پيدا کړې او رواني سکون او ارام ورکوي داسې لکه یو ډاکټر چې ناروغ ته د ارام ګولۍ ورکړي خو بدبختانه ځینې یې د مرګ تر پولو هم رسولي دي.
که له انټرنیټ څخه څوک ښه او سالمه استفاده کوي او ښه یې کاروي په ټولو اقتصادي، ټولنیزو، علمي او سیاسي… برخو کې ترې اغېزمنه استفاده کولای شي او که ساعتیري یې وبولي نو لرې نه ده، چې یو وخت به د ستونزو او مشکلاتو سره مخامخ وي هم به یې خپل زرین وخت ضایع کړی وي او هم به یې ذهن نا ارامه شوی وي.
هغه وخت چې موږ لکه د اوس په څېر ټلیفون او انټرنیټ ته لاس رسی نه درلود، ډېر منظم و خو مالوماتو کچه مو هم د اوس په نسبت کمه وه. هغه مهال مو ارام ژوند درلود خو په ستونزو هم سترګې نه شو پټولی د یولړ داسې ستونزو سره مخامخ و، چې ډېر عادي کار پسې به هم یو کس تر لرې، لرې ساحې او په شپو ورځو سفر کاوه، یوه عادي بېلګه که ووایو کله به چې په کوم کور یا کلي کې څوک مړه شول او یا به یې  دې  واده مراسم ترسره کېدل، نو د کلي خلک او د کور غړي به د دوستانو او ملګرو په خبرولو کې اوږده او زیات مزلونه کولو مجبور و او تر کوره به یې په سختۍ سره د رابطې او خبر رسېدلو هڅه کوله.
همداسې که یوه عادي مشوره به هم چا کوله نو تر لرې، لرې به یې سفر کاوه او حتی یوې عاجلې مشورې لپاره به هم د شپو ورځو انتظار حتمي و، دغه تګونه د وخت ضایع او په اقتصادي لحاظ  اړوندې کورنۍ ته سخت او ګران  تمامېدل، ستوماني او د دوستانو ګیلې به هم ورسره ملې وې خو کله چې موږ او تاسو له ټلیفون او انترنیټ څخه برخه مند شوو نو دا چاره یې بیخي اسانه کړه په یو تلیفون او یا د یوه لیکلي انټرنیټي افسونو د پيغام په واسطه د نړۍ له یو کونج بل سره د څو دقیقو پر اساس رابطه کولای شو یعنې موضوع ته په اسانۍ رسیدګي کولای شو که ډېر ساده ووایو دنیا کې خپل او پردی په اسانۍ سره د خپل ذهن مطابق خبرولی شو او حتی مسافر ضرورت نه لري، چې کور ته د ټایپ کیسټ له خبرو راډکه کړي او راوایې ستوي، چې د کورنۍ غړي یې واوري بلکې ویډیويي کال کولای شي او مستقیم هره دقیق تماس درلودلای شي، چې دا د ژوند د پرمختګ لازم او بنیاد دی یعنې انټرنیټ مثبت کارول تر سلګونو زیاتې ګټې لري لکه، د خوښې وړ کتابونو لوستل، مختلف ډوله معلوماتو ټولونه، خبرونه او د پیښو شواهد، د مختلفو سیاسونو لیکنې او د نړۍ د راتلونکي په اړه غوره نظریات، انلاین درسونه او داسې نور نور… خو بدبختي دا ده، چې ځوان قشر د ګټې په ځای له تاوان سره مخ دی، ځکه د سالمې استفادې کلتور باید اول، انټرنیټ او ټلیفون بیا راغلي وی، اوس هم سر وخت دی، چې ځوانان د انلاین ګېمونو، ناقصو رابطو او استفادې پر ځای ترې هغه استفاده وکړي، چې د دوی روان معتدل کوي او رواني اختلال سره نه مخ کیږي. یوه خبره بله ذهن ته راغله د انټرنیټ او ټلیفون زیات او ناسالم استعمال او استفادې زموږ مثبت کلتور ته هم ضربه رسولې، زموږ د حجرو مجلسونه، عادي ژوند، کلیوالي مینه، ورورولي او یو د بل سره مرسته او حتی د مړ ژوندي پوښتنه پيکه کړې او هغه د خوند ژوند په ارمان کړي یې یو. هغه مهال به حجري د مېلمنو په بانډارونو او کیسو ښکلي وې، په کلي، راده او واده کې بنډارونه او ناستې رنګین او ښه ژوند برخه و، ټول ولس په فزیکي ډول که ډېر هم سره لرې وو خو یو بل ته به یې ځانونه سره رسول او زړونه به یې یو د بل سره نږدې وو، کرکې او نفرتونه نه و او یا بیخي کم و اوس خو که ووایو چې انټرنیټ او مبایلونو زموږ د ژوند خوند تروړلی زیاتی به مو نه وي کړی، سمه ده زه منم چې دې پرمختګ په مجازی ډول سره نږدې کړي یو دا به دروغ نه وي اما نور هر څه مینه، د یو او بل سره مرسته، خواخوږي، د ټولنې نږدیوالی، غیرت او شرم هر څه را څخه د دې مضرې بلا ناسالمې استفادې او ګټنې واخيستل او زما په اند اوس چې هر یو شخص خفه او په ذهني ناروغیو او رواني اختلالونو ککړ دی علت به یې همدا دی؛ ځکه ۹۰‰ زموږ د ټولنې خلک مطالعه نه لري او مبایل کې په اوسط ډول۱۶ ساعتونه مصروف وي خو تاسو کتلي، چې څه کوي…. د خندا وړ ده موږ پیسې مصرفو چې وخت ضایع کړو او نړۍ پیسې مصرفوي چې وخت نه ګټه واخلي دا توپير نو تاسو وسنجوئ!
موږ نه وایو چې مبایل/انټرنیټ مه استعمالوئ خو که یې استعمالوئ نو که هر څوک د خپل مسلک په رڼا کې خپلې لیکنې او نظرونه وړاندې کړي،  په ټولنه به یې مثبت مستقیم او غیرمسقیم اثرات موجود وي او د ټولنې وګړي به ورڅخه مستفد شوي وي او د تجربو شریکېدل لویه تجربه ده، چې نړۍ دا کار کوي موږ یې ولې ونه کړو ټولنیزه میډیا کې فیسبوک، انسټګرام، ټیک ټاک… دا هغه ادرسونه دي، چې موږ ټول پکې بوخت یو خو لا هم نه پوهېږو چې ۲۴ دلته د کوم هدف لپاره حاضر یو که چېرې هر یو لکه داکتر صیب شمس یو ډاکټر دی په فیسبوک د طبابت لیکنې نشروي او د مسلک اړوند تجربې شریکوي، احسان الله درمل ادیب او ټولنیز لیکوال دی غوره تجربې او تشریحات لري، خبریالان خبرونه نشروي… خو تکرار یا د موضوعاتو کاپي کول او پرلپسې خپرول نو معنی نه لري که ووایم چې موږ هر وخت  بې مسؤلیته لیکنې کړي چې له شواهدو پرته پر یو چا/ ټولنه باندې د یوه درېیم وګړي  وینا/لیکنه تایید او یا بې استدلال رد کړې څه ان د غلطو تورونو ښکار کړې ده او یا مو په پټو سترګو د هغوی کرکه او مینه دواړه منلي دي، چې منفي اثرات یې هره ورځ زموږ د کړنو او ورځنيو کارونو سره ملګري وي له داسې کړنو څخه مو هدف یواځې د میدان ګرمول وي، ګټې او نقصاناتو ته یې نه ګورو او نه یې په کیسه کې یو، یوازې که فیسبوک مثال کې راوړو نو وبه وګورو صرافان موږ یو، سیاسي شنونکي او ژورنالستان موږ یو. ملایان موږ یو تورې او سپینې ټاپې/ مهرونه موږ وهو، ګیلې او مینتوب کې خو بیخي متخصیصین یو بد رد او کنځلې خو زموږ د ژوند د تېرولو معیار ګرځیدلی او چې دا چاره ونکړو بیا خو زموږ ژوند بې خونده ښکاري او داسې نورې زیاتې خبرې شته چې نه غواړم له ټولو یادونه وکړم خو سپارښتنه مې دا ده پرته له خپل مسلک د نورو پېښې کول بې ضرورته کار دی، د یو چا به نقد کار نه وي خو وایی به کار اهل کار ته نه دی سپارل شوی یعنې که واضح ووایو ځان نقدوي، ځکه اجتماعي نقد اجتماعي مطالعې او ځان اصلاح ته اړتیا لري یعنې دی ځانته قناعت ورکولای شي، چې د دې اهل دی کنه چې نقد وکړي؟ خو خیر په هر صورت!! ټلیفون او انترنیټ په خپل ارزښتناک شکل کې ډېر غوره دي خو لکه موږ افغانان یې چې څنګه استعمالو نو د وخت ضایع او د ستونزو او مشکلاتو زیږنده ده چې په هر شخص او ټوله ټولنه یې منفي اغېز جوت دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب