سه شنبه, اپریل 23, 2024
Homeخبرونهډاکټر جلالي: که ط اصلاح نه شي، نړۍ به ېې مخالفې...

ډاکټر جلالي: که ط اصلاح نه شي، نړۍ به ېې مخالفې ډلې حمایه کړي

تاند:( شنبه، د دلوې پینځلسمه)‏ د افغانستان د کورنیو چارو پخواني وزير علي احمد جلالي ویلي، که په افغانستان کې واکمن طالبان اصلاح نه شي او افغانانو او نړيوالو سره نرمښت ونه کړي، هم به ېې هېواد کې دننه پر ضد پاڅونونه وشي او هم به ېې نړيوال د مخالفانو ملاتړ وکړي.

ډاکټر جلالي اشنا ټلویزیون ته وویل، چې طالبانو ته د نجات ښه لاره د دوی اصلاح کيدل او د دوحې تړون پر ژمنو عمل کول دي.

علي احمد جلالي د طالبانو له مشرانو وغوښتل، چې نړۍ ته د خپل رهبر ملا هبت الله او ملګرو د افراطي پریکړو په اړه يې خپل دريځ روښانه کړي.

نوموړي هغو طالب مشرانو ته اشاره وکړه، چې منځلاري بلل کېږي، خو د ‌ملا هبت الله او په کندهار کې د نوموړي د ډلې پرله پسې افراطي پریکړو پر وړاندې غلي دي.

طالبانو د ډاکټر جلالي او نورو منتقدانو ورته خبرو ته تل منفي غبرګون ښودلی او د افغانانو او نړيوالو پر وړاندې ېې د خپل چلند دفاع کړې ده.

3 COMMENTS

  1. ښاغلی جلالي دلته په غرب کې لوی او زوړ شو، خو د زاړه استعمار هغه زړه تګلاره يې ونه پېژندله چې :
    پام کوه مغول سره نوکر نه شې
    سل کاله به تېر کړې له پيسو نه به يې خبر نه شې
    اوسنۍ واکمنه ډله د هغه زاړه استعمار پاتې شوني ميراثخور روزلي. د جلالي سر به د لات (لحد) تيږه ووهي، خو اوسني وکمنان به ونه پېژني. په دې طبقه کې منځلاري نشته. ټوله يوه خبره ده.

  2. جلالی جانه بس دی دا ټول غمونه او کړاونه افغانانو ته تاسو پیښ کړه. هغه د ډاکتر صاحب نجیب الله خبره وای پیښه د پرتوګه ده.

  3. جلالي صاحب ، مونږ افغانان د تاریخ له یوې پاڼې هم عبرت وانخیست . که چاته سمه لار وروښودل شي ، هغه بیا فکر کوي چې په دې کې به کوم مقصد وي .
    ټالب باید له هغه متل سره چې وایی : خواهي نه شوي رسوا ، همرنګ جماعت باش ، ځان عیار کړي .
    دوی په ډېره تیاره او مزمنه فضا کې لوي او روزل شویدي . دوی ته انسانیت ، اسلامیت ، افغانیت ، وطندوستي ، ترحم ، عاطفه ، صداقت ، عدالت او حقیقت هېڅ معنی نه لري .که څوک له حق نه منکر شي ، هغه له خدایه منکر دی .
    ځان پېژندل د خدای پېژندل دی . إِنَّ اللَّهَ لَا يُغَيِّرُ مَا بِقَوْمٍ حَتَّىٰ يُغَيِّرُوا مَا بِأَنْفُسِهِمْ د الرعد مبارک سوره 11 آیت .
    خدای تعالی د هېڅ قوم سرنوشت ته تغییر نه ورکوي ، مګر که دوی خپله خپل حال ته تغییر ورکړي .
    ټالبان باید خپل ولس او ملت ته په درنه سترګه وګوري ، د هغوي له درد او غوښتنو خبرشي . لجاجت ، تکبر اوسرتنبګي د شیطان طریقه ده او پرشیطان چې رجیم دی د الله تعالی لعنت ویل شویدی .

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب