Homeخبرونهم. م ته د افغانستان بانک د واکمن شکایت؛ بانکي محدودیتونو مالي...

م. م ته د افغانستان بانک د واکمن شکایت؛ بانکي محدودیتونو مالي انزوا سره مخ کړي یوو

تاند: ( جمعه، د سرطان دویمه)   د افغانستان بانک لپاره د طالبانو د رژيم سرپرست رئیس هدایت الله بدري د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو سازمان له ځانګړي همغږي کوونکي فریدون سینیرلي اوغلو او مل پلاوي سره لیدلي.

طالبان وایي په دې غونډه کې پر ګډو همکاریو، پر بانکي سکتور د محدودیتونو، خصوصي سکتور د ودې، د افغانستان اسعاري زیرمو او یو شمېر اړوندو موضوعګانو خبرې وشوې.

په یاده غونډه کې د افغانستان بانک لپاره د طالبانو واکمن هدایت الله بدري وویل چې د افغانستان د بانکوالۍ پر سکتور وضع شویو بندیزونو د افغانستان پر اقتصاد منفي اغېزه کړې ده او دې محدودیتونو نړیوالو مالي سیستمونو ته د افغان بانکونو لاسرسی له خنډ سره مخ کړی دی، دا محدودیتونه د مالي انزوا لامل شوي، د افغانستان د اقتصادي پرمختګ مخه یې نیولې ده او خلک یې له ستونزو سره مخ کړي دي.

بدري له نړیوالو مالي او بانکي بنسټونو سره پر ګډو همکاریو ټينګار وکړ او د اړیکو د پراختیا په برخه کې یې د ملګرو ملتونو رول د ارزښت وړ یاد کړ. نوموړي وویل چې د مالي مؤسسو په ګډون له نړیوالو شریکانو سره په ګډ کار کې د ملګرو ملتونو هڅې د افغانستان پر بانکي نظام باندې د بندیزونو د منفي اغېزو په کمولو کې خورا مهمې دي.

د افغانستان بانک واکمن له کنګل څخه د زیرمو په خلاصون کې له ملګرو ملتونو د همکارۍ غوښتنه وکړه.

طالبان وایي په دې غونډه کې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي همغږي کوونکي هم له خپله اړخه د همکارۍ ډاډ ورکړ او زیاته یې کړه چې نړۍ له افغانستان سره په ټولو برخو کې د غوره اړیکو غوښتونکې ده.

د طالبانو له بیا واکمنیدو سره، افغانستان کم ساری بشري او اقتصادي ناورین تجربه کوي، خو له دې سره بیا هم طالب چارواکي د اقتصادي پرمختګونو ادعاوې کوي.

طالبان د ناورین په دوامداره کیدو نړیوال ملامتوي، خو نړیوال او د طالبانو منتقدان دوی ګرموي، چې ګواکې په افراطي کړنو یې نړیوالو سره د تعامل مخه نیولې او د دغه وضعیت ټولو نه درنه بیه بېوزله او ناورین ځپلي افغانان پرې کوي.

1 COMMENT

  1. له کفارو ولی مرسته غواړی د کافرانو هر څه حرام دی او هیڅ کار یی د ستاسو اسلامی اصولو سره سر نه لګوی

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...