سه شنبه, مې 21, 2024
Homeخبرونهد طالبانو مخالفو ډلو، دوی د منځنۍ اسیا په امنیت ګواښلو تورن...

د طالبانو مخالفو ډلو، دوی د منځنۍ اسیا په امنیت ګواښلو تورن کړل

تاند: ( پنجشنبه، د سرطان دویمه)  د طالبانو د رژیم ځينو مخالفو ډلو، شمالي ولایتونو ته د وزیرستاني کډوالو د لېږد په اړه د طالبانو د رژیم پلان، د منځنۍ اسیا د بې ثباته کولو هڅه ګڼلې ده.

طالبانو ویلي، چې وزیرستاني کډوال له خوست او کونړ ولایتونو څخه د شمال په ګډون ځينو سیمو ته لېږدوي، څو ډیورنډ کرښې ته له نیږدې سیمو په لېږدولو یې، د پاکستان اندیښنې حل شي.

د طالبانو ځينې مخالفې ډلې باور لري، چې دوی د وزیرستاني کډوالو په نوم د پاکستان د تحریک طالبان جنګیالي شمالي سیمو ته وړي او هلته پرې د منځنۍ اسیا هېوادونو ته امنیتي ننګونې رامنځته کوي.

په ترکیه کې د مېشتو طالب ضدو سیاسي څېرو یوه شورا( د افغانستان د نجات لپاره د مقاومت عالي شورا) او دغه راز د طالبانو یوې وسله والې مخالفې ډلې( ملي مقاومت جبهې) ویلي، چې طالبان په دې ډول منځنۍ اسیا ته امنیتي ګواښونه رامنځته کوي.

یادې ډلې وایي، د طالبانو هدف دا دی چې د افغانستان په شمال او شمال ختیځو ولایتونو کې پاکستاني طالبان ځای پرځای ، د دغو ولایتونو ډیموګرافی بدله او د منځنۍ اسیا او د سیمې امنیت ته جیو پولیټیک ګواښ رامنځته کړي.

ملي مقاومت شورا، د ملګرو ملتونو سرمنشي ته د یوه پرانیستي لیک په استولو سره د دې سازمان او د نړۍ له هېوادونو څخه د طالبانو د حکومت په رسمیت نه پېژندلو د پرېکړې ستاینه وکړه او له دغه سازمان څخه یې وغوښتل چې له عالي شورا څخه د طالبانو په مقابل کې کار واخلي.

یاده شورا وایي، چې د سیاسي واحد چتر په توګه د افغانستان د مسئلې د اصلي اړخ په توګه باید په نړیوالو غونډو کې د ګډون فرصت ورکړل شي.

 د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد څو ورځې وړاندې وویل، چې شمال ته د وزیرستاني کډوالو د لېږد مسئله هغومره جدي نه ده، لکه په رسنیو کې چې مطرح کیږي.

هغه مخکې تایید کړې وه چې د وزیرستان له سیمې څخه یو شمېر کډوال چې په افغانستان کې د پاکستان پولې ته څېرمه ژوند کوي د «زیات کنټرول» لپاره به د افغانستان نورو سیمو ته ولېږدول شي.

تېره ورځ د ډله ييزې همکارۍ امنيتي تړون سازمان د غړو هېوادونو د بهرنيو چارو وزيرانو د طالبانو له حکومت څخه وغوښتل چې په افغانستان کې د «قومي او مذهبي ليکو پر بنسټ د خلکو د جبري بې ځايه کېدو» مخه ونيسي.

تر اوسه طالبانو د امنیتي تړون د سازمان غوښتنې او د مقاومت د عالي شورا د پرانیستې لیک په اړه غبرګون نه دی ښودلی.

2 COMMENTS

  1. دافغانانو داخلی دشمنان د پنجاب خرکوتی دی او اصلی دشمن یې لوی خینزیر هیبتی ده او هغو چی د ګاو میښی غوښی خوړلی هغوی هم د غیرت په نوم څه نه پیږنی خپلی ښځی او ناموسی د پنجابیو په ګرو کښی ده او دوی دافغانانو د داخلی او خارجی دښمن خبری کوی

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب