شنبه, مې 4, 2024
Homeخبرونهسراج الدين حقاني د ط-انو د مخالفانو په وژلو نیوکې وکړې

سراج الدين حقاني د ط-انو د مخالفانو په وژلو نیوکې وکړې

تاند:( پنجشنبه،د سنبلې څلور ويشتمه)‏‏ د طالبانو د ادارې د کورنيو چارو وزير مولوي سراج الدين حقاني په یوه رسنیز شوي غږيز کلېپ کې د طالبانو پر ځینو قومندانانو نیوکې کړي دي.

د نوموړي دا کلېپ،چې تازه د هغه ځينو پلویانو په ټولنیزو رسنیو کې خپور کړی، د طالبانو له لوري د خپلو مخالفانو په وژلو پکې نیوکې شوي او دا کار ېې د اسلامي اصولو او د طالبانو د بښنې د اعلان شوي فرمان خلاف ګڼلی.

هغه د طالبانو له لوري په چیک پاینټونو کې د يو شمېر کسانو وژل کیدو ته په اشارې ویلي،چې له دا ډول پېښو سره‌ د عمومي عفوې په اړه د طالب مشرانو ژمنې دروغجنې کیږي.

سراج الدين حقاني په مشخص ډول په دې اړه کومه پېښه نه ده یاده کړې او نه ده معلومه،چې دغه غږيز کليپ یې کوم وخت سره تړاو لري.

دا کلېپ په داسې حال کې د نوموړي پلويانو خپور کړی، چې په پنجشېر کې د طالبانو او مخالفانو ترمنځ يې جګړو زور اخیستی او طالبان پکې د خپلو يو شمېر مخالفو اسیرانو په وژل کیدو تورن شوي دي.

د طالبانو د کورنیو چارو وزیر په تازه رسنيز شوي کلېپ کې د ځينو طالب قومندانانو په بې ځايه امتياز غوښتو او نا فرمانۍ هم نيوکې کړي.

هغه وايي،چې د جګړې په کلونو کې ډېرو قومندانانو جنګیالي نه ورکول، خو اوس د زرګونه جنګياليو امتياز ورڅخه غواړي.

سراج الدين حقاني په دې کليپ کې له بهر ته تللو افغانانو غواړي چې هېواد ته ستانه او ډاډه ژوند پکې وکړي.

نوموړي په کابل کې د حامد کرزي، ډاکټر عبدالله او ګلبدين حکمتيار استوګنې او خونديتوب ته اشاره کړې او ویلي،چې طالبان د بښنې په اړه خپل کړي اعلان ته ژمن دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب