پنجشنبه, فبروري 5, 2026
Homeخبرونهزابل کې زر جریبه ځمکه له غصب څخه وژغورل شوه

زابل کې زر جریبه ځمکه له غصب څخه وژغورل شوه

تاند:( پنجشنبه،د سنبلې څلور ويشتمه)‏‏ ‏د ‎زابل د شهر صفا ولسوالۍ په دوښا بند سیمه کې ۱۰۰۰ جریبه دولتي ځمکه له غصبه خلاصه شوه.

د دغه ولایت لپاره د طالبانو امنیه قوماندان مولوي محب الله اخند زاده وايي، هڅې یې پیل کړي چې د مرکز کلات په ګډون د زابل په ټولو ولسوالیو کې دولتي غصب شوې ځمکې له غصبه خلاصې کړي.

نوموړي نه دي ويلي،چې یادې ځمکې چا غصب کړې وې او څه ډول استفاده یې ورڅخه کوله.

د طالبانو له واکمنيدو سره په ډېرو ولايتونو کې د سلګونه زره جریبه غصب شویو ځمکو د را ګرځولو خبرونه ورکړل شوي.

خلک د طالبانو دا ډول اقدامات ستایي،خو ټینګار کوي چې د غصب شویو کورونو او ځمکو په ګرځولو کې دې توپیري چلند نه کیږي او نه دې هم خپله طالب چارواکي د پخوانيو چارواکو او نورو شتمنو څېرو کورونه او شتمنۍ غصبوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د ډاکتر حکیمي کلیزه | ‌‌ذبیح‌الله شفق

زه پوهېدم چي ته به سترګي لکه نن بدلوې ‏‎ځکه مي تا باندي یوه شېبه حساب نه کاوه په ۱۹۹۲م کي هارون حکیمي د زابل په...