Homeخبرونهاحدي:د سويس بانک ته د افغان بانکي زېرمو لېږد،دغه شتمني ژغورلای شي

احدي:د سويس بانک ته د افغان بانکي زېرمو لېږد،دغه شتمني ژغورلای شي

تاند:( پنجشنبه،د سنبلې څلور ويشتمه)‏‏ په داسې حال کې چې، په افغانستان کې د طالبانو حاکمې ادارې او يو شمېر سياسي څېرو د سويس يوه بانک ته د امریکا له لوري د افغانستان د کنګل شوې بانکي زېرمې د درېیمې برخې د لېږد مخالف دي،د‌ دغې شتمنۍ د ليږد او استفادې له چارو د څارنې د بورډ يوه افغان غړي ډاکټر انور الحق احدي د یادې هڅې په اړه توضیحات ورکړي او دفاع ېې ورڅخه کړې ده.

ښاغلی احدي،چې په پرزول شوي جمهوري نظام کې د افغانستان بانک لوی رییس او دغه راز د ماليې او سوداګرۍ وزير پاتې شوی،په يوه ټلويزيوني مرکه کې وويل،چې د سویس بانک ته له ليږدول کیدو سره به د افغانستان د کنګل شوې بانکي زېرمې دغه برخه خوندي کړل شي.

د نوموړي په وينا، سويسي بانک ته د کنګل شوې افغان بانکي زېرمې د درې نیم میلیارده ډالرو له لېږد سره به پر دغې شتمنۍ څوک دعوه ونه کړای شي،بلکې خوندي به وي.

د ډاکټر احدي اشاره ممکن د امریکا د سپټمبر د يوولسمې پېښې قربانيانو د کورنيو هغې دعوې ته وي،چې له امریکا سره د افغانستان د کنګل شوې بانکي زېرمې نه ېې د يادې پېښې د قربانیانو لپاره د تاوان غوښتنه لرله او ادعا یې لرله،چې القاعدې شبکې ياده پېښه له افغانستان څخه تنظيم کړې وه.

انور الحق احدي زياتوي،چې په سويسي بانک کې د دغې افغان بانکي زېرمې له ايښودو سره به د زېرمې د نظارت بورډ د افغانستان په استازيتوب له اړوندو نړيوالو بانکي بنسټونو سره اړیکې ژوندۍ وساتي، د طالبانو ادارې سره د نړیوال تعامل د خلا له کبله به په نړیوالو بانکي بنسټونو کې د افغانستان حق العضويت ورکړي او هم به د اړتيا پر مهال د افغاني بانکنوټونو د ثبات ساتلو لپاره ممکنه ګامونو سره مرسته وکړي.

نوموړي پرته له دې،چې له یادو پيسو څخه د بشري مرستو لپاره د استفادې يا نه استفادې په تړاو څه ووايي، زياته کړې چې د افغانستان دغه درې نیم میلیارده ډالره به د سویس په بانکونو کې د دوران حالت ولري، ګټه به کوي او کیدونکې لګښتونه به ېې بیرته له تر لاسه کیونکې ګټې تامين شي.

د احدي په وینا، د امریکا حکومت د يادو پيسو د څارنې لپاره څلور کسیزه بورډ جوړ کړی،چې د افغانستان بانک د عالي شورا پخوانی غړی ډاکټر شاد محمد مهرابي، خپله ډاکټر احدي، په سویس کې د امریکا متحده ایالاتو سفیر او د سویس د بهرنيو چارو وزارت استازی پکې غړيتوب لري.

معلومه نه ده،چې د سويس بانک ته د یادو پیسو لېږد به د طالبانو د حاکمې ادارې له مخالفت سره څه برخليک ولري.

مخکې یو شمېر افغان سياسي څېرو د سويس بانک ته د یادو پیسو د لېږد مخالفت له دې کبله کاوه،چې ګواکې په افغانستان کې د بشري مرستو په نوم به مصرف او ضايع به شي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...