سه شنبه, اپریل 30, 2024
Homeخبرونهپنجشېر کې د جنګي اسیرانو د وژل کیدو په اړه غبرګونونه په...

پنجشېر کې د جنګي اسیرانو د وژل کیدو په اړه غبرګونونه په زیاتیدو دي

تاند:( پنجشنبه،د سنبلې څلور ويشتمه)‏‏ په پنجشېر کې د جنګي اسیرانو په وژل کیدو د طالبانو له تورنیدو وروسته، په دې اړه د مختلفو لوریو غبرګونونه څرګند شوي.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي د ځانګړي استازي دفتر یوناما په یوه اعلامیه کې راغلي،چې پنجشېر کې د ناقانونه اعدامونو عاملان باید ځواب ووايي.

پنجشېر کې د احمد مسعود په مشرۍ د ملي مقاومت جبهې په نوم د طالبانو د مخالفې ډلې وياند صبغت الله احمدي بيا پر ملګرو ملتونو له دې کبله نیوکه کړې،چې ولې ېې په مشخص ډول د يادو پېښو د عاملینو په توګه د طالبانو نوم نه دی اخیستی.

په ترکيه کې د مېشتو پخوانيو سياستوالو يوې طالب ضدې ډلې«د افغانستان د ژغورنې لپاره د ملي مقاومت عالي شورا » بيا له ملګرو ملتونو او هېوادونو غوښتي چې طالبان د ترهګرو ډلو په نوملړ کې شامل کړي.

د افغانستان لپاره د فرانسې سفير د پنجشېر قضيې ته په اشارې طالبان په جنګي جنایت تورن کړي.

طالبانو په رسمي ډول دغو تورونو او نیوکو ته غبرګون نه دی ښودلی،خو يو شمېر مطبوعاتي مبلغينو یې په پنجشېر کې د خپلو وسله والو مخالفانو خلاف د عملياتو او د هغوی د وژلو دفاع کړې ده.

دوی خپل وسله وال مخالفان«باغیان» ګنلي او ټینګار یې کړی،چې د هغوی له ځپلو پرته په هېواد کې ثبات نه تامينیږي.

د طالبانو ځينو نورو منتقدینو بیا د اسیرانو وژل د اسلامي او افغاني اصولو خلاف عمل بللی.

له دې سره، د طالبانو ځينو مخالفو رسنيو د طالبانو له لوري د اتو جنګي اسیرانو له وژل کيدو وروسته، د ځينو نورو اسیرانو د وژل کیدو ادعا هم کړې،خو خپلواکو سرچینو نه دي تایید کړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب