تاند:( پنجشنبه،د سنبلې څلور ويشتمه) د افغانستان بانک د شمال څانګې لپاره په مزارشريف شریف کې په ۳۷میليونه افغانیو نوې ودانۍ جوړه شوه.
د افغانستان بانک لپاره د طالبانو عمومي رییس عبدالقاهر حاجي ادريس ویلي،چې دغه ودانۍ په پینځو پوړونو کې جوړه شوې.
سرچینه زیاتوي،چې دغه ودانۍ په عصري بڼه د ټولو لازمو امکاناتو په لرلو جوړه شوې.
طالب چارواکو د ټولو امکاناتو په اړه نور جزییات نه دي ورکړي.