جمعه, مې 3, 2024
Homeروغتیاهره ورځ دا کار وکړئ او بیا یې تیجه وګورئ

هره ورځ دا کار وکړئ او بیا یې تیجه وګورئ

تاند- د طبي چارو څېړونکي وايي چې د ماسپښین له خوا یو ساعت خوب ډېر ګټور دی.

د امریکا د روغتیا او عمر د بنسټ متخصصان وايي چې که څوک ځان د ماسپښین له لوري په یو ساعت خوب عادت کړي، نو حافظه به یې ژر له کاره نه لوېږي او مازغه به یې اوږد عمر وکړي.

طبي څېړونکو دا نتیحه پر ۳ زره تنو، چې له غرمې وروسته یې خوب کاوه، له تجربې وروسته ترلاسه کړې ده.

دوی وايي چې د ماسپښین له خوا خوب د الزایمر او نورو ناروغیو له مخنیوي سره مرسته کوي.

له دې داسي ښکاري چې د انګرېزانو پخوانی متل بې ځایه نه و چې وايي: After dinner rest a while, after supper walk a mile

یعني د غرمې له ډوډۍ وروسته لږ ارام وکړئ او د شپې له ډوډۍ وروسته لږ (سو مایل) وګرځئ.

2 COMMENTS

  1. دوی نن ثابته کړه چې له غرمې وروسته (یو) ساعت خوب ډېره ګټه لري. خو موږ او تاسې ته زموږ خوږ نبي (ص) ۱۴۰۰ کاله پخوا دا نصیحت کړی وو. دا کرېټ باید اوسني پوهان ځانته خپل نه کړي..

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب