Homeخبرونهګوګل له سپېس‌اېکس سره د ۳۰ میلیارده ډالرو د محاسبوي ظرفیت تړون...

ګوګل له سپېس‌اېکس سره د ۳۰ میلیارده ډالرو د محاسبوي ظرفیت تړون لاسلیک کړ

تاند (یکشنبه، د غبرګولي/ جوزا ۱۷ مه) Google ګوګل له سپېس ایکسSpaceX  شرکت سره د شاوخوا ۳۰ میلیارد ډالرو یو ستر تړون لاسلیک کړی چې له مخې به یې د ۲۰۲۶ کال له اکتوبر څخه د ۲۰۲۹ کال تر جون پورې د سپېس‌اېکس د معلوماتي مرکزونو محاسبوي ظرفیت کرایه کوي.

د راپورونو له مخې، ګوګل به د ۳۲ میاشتو لپاره هره میاشت ۹۲۰ میلیون ډالر ورکړي. دا تړون وروسته له هغه لاسلیک شوی چې سپېس‌اېکس د ۲۰۲۶ کال په فبرورۍ کې xAI شرکت واخیست او د مصنوعي ځیرکتیا په برخه کې یې خپل فعالیتونه پراخ کړل.

دا پرمختګ د تېرو کلونو برعکس بلل کېږي، ځکه څو کاله مخکې ګوګل سپېس‌اېکس ته د خپلو کمپیوټري سرچینو د کارولو زمینه برابره کړې وه، څو د «سټارلینک» سپوږمکۍ انټرنېټي خدمات وړاندې کړي.

اوس سپېس‌اېکس او xAI په امریکا کې د «کولوسوس» په نوم ستر معلوماتي مرکزونه چلوي چې له دوو ګېګاواټو څخه زیات محاسبوي ظرفیت لري. د دواړو شرکتونو ګډ ارزښت شاوخوا ۱.۲۵ ټریلیون ډالره اټکل شوی دی.

د اسنادو له مخې، ګوګل به د سپېس‌اېکس په معلوماتي مرکزونو کې له څه باندې ۱۱۰ زره څخه ډېرو د NVIDIA ګرافیکي پروسس کوونکو (GPU) او اړوندو حافظوي تجهیزاتو څخه استفاده وکړي.

ویل کېږي چې دغه تړون د سپېس‌اېکس د ونډو د عامه پلور (IPO) له پلان شوي بهیر څخه یوازې څو ورځې مخکې نهایی شوی او ښايي د شرکت ارزښت نور هم لوړ کړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب