ځینې حکومتونه د خلکو د باور پر ځای پر وېرې تکیه کوي. د بیان د ازادۍ سانسور، د ولس پر ستونزو د غوږ نیولو نشتوالی، او د امنیت تر نوم لاندې سخت قوانین د دې نښه وي چې نظام د اعتماد پر ځای د شک او وېرې په فضا کې وچلېږي. دا حالت د ټولنې رواني فشار زیاتوي او خلک له دولت څخه واټن نیسي.
کله چې حکومتي پرېکړې د ثبات، منطق او اوږدمهاله پلان پر ځای د احساساتو، غچ اخیستنې یا لنډمهاله ګټو پر بنسټ وي، ټول نظام بې ثباته کېږي. دا ډول رویه د یوې سالمې ادارې نښه نه ده، بلکې د ګډوډ او غیرمنظم مدیریت څرګندونه کوي.
ډېری وخت داسې حکومتونه د خپلو ستونزو منلو ته تیار نه وي. د اقتصادي بحران، بې کارۍ او ټولنیزو ستونزو پر ځای د تبلیغاتو او د واقعیت د انکار له لارې هڅه کوي وضعیت پټ کړي. چې دا کړنې ستونزې لاپسې ژورې او پیچلې کوي.
کله چې یو حکومت د خلکو اساسي اړتیاوې—لکه زده کړئ، روغتیا، امنیت او عدالت—له پامه وغورځوي، نو د ټولنې او دولت ترمنځ فاصله زیاتیږي . دا بې غوري د ادارې د فکري توازن د نشتوالي نښه ده، ځکه چې سالم نظام باید د خلکو له اړتیاوو سره سم حرکت وکړي.
کله کله نظامونه د خپلو ناکامیو د پټولو لپاره تل “دښمن” لټوي، که داخلي وي او که خارجي. دا طرز فکر د حل پر ځای د بحرانونو د زیاتېدو لامل کېږي او ټولنه په دوامداره وېره کې ساتي.
حکومتونه لکه انسانان د عقلانیت او ګډوډۍ ترمنځ انتخاب لري. کله چې اداره د وېرې، احساساتو او انکار پر بنسټ چلېږي، نو ټولنه له بې ثباتۍ سره مخ کېږي. د حل لاره په شفافیت، عدالت، د خلکو په ګډون او عقلاني تصمیم نیونه کې ده. حکومتونه باید له ولسونو سره د ترحم، درناوي او مسؤلیت چلند وکړي، چې هر وګړی پر خپل شتون وویاړي.