تاند (یکشنبه، د غبرګولي/ جوزا ۱17 مه) ټاکل شوې ده چې د ملګروملتو امنیت شورا د افغانستان په اړه په دوو ورځو کې خپله فصلي غونډه دایره کړي.
په دې غونډه کې به د افغانستان وروستي سیاسي، امنیتي، بشري او د بشري حقونو وضعیت وڅېړل شي.
په دې غونډه کې د افغانستان لپاره د ملګروملتو د مرستندوی ماموریت سرپرسته مشره، جورجیت ګنون Georgette Gagnon، د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو بشري همغږي کوونکی Adam اډم ابډیلمولاAbdelmoula او د افغان مدني ټولنې یو استازی د شورا غړو ته معلومات وړاندې کوي.
امنیت شورا ویلي چې له علني غونډې وروسته به د غړو ترمنځ غیرعلني سلا مشورې هم ترسره شي.
شنونکي وايي چې په غونډه کې به د افغانستان د بشري حقونو، اقتصادي ستونزو، بېوزلۍ او بشري وضعیت په اړه راپورونه وړاندې شي، خو تر اوسه د افغانستان په اړه د شورا ډېری پرېکړې عملي پایلې نه دي لرلې.
امنیت شورا له ۲۰۲۱ کال راهیسې، د طالبانو له بیا واک ته رسېدو وروسته، په منظم ډول هر درې میاشتې وروسته د افغانستان په اړه غونډې جوړوي.