Homeخبرونهپه کندهار کې د یو میلیون ډالرو په لګښت روغتون جوړېږي

په کندهار کې د یو میلیون ډالرو په لګښت روغتون جوړېږي

تاند (یکشنبه، د غبرګولي/ جوزا ۱۷ مه) د پولیو یا ګوزڼ د له منځه وړلو پروګرام اعلان کړی چې د کندهار ولایت په معروف ولسوالي کې د یو میلیون ډالرو په لګښت د ۳۰ بستري روغتون د جوړولو چارې روانې دي.

د پروګرام په وینا، دغه روغتیايي مرکز د Polio Legacy Challenge په مالي ملاتړ جوړېږي او ټاکل شوې ده چې د راتلونکي کال په ترڅ کې کار اخیستلو ته چمتو شي.

نوی روغتون به د مور او ماشوم روغتیا، ولادي خدمتونو، ماشومانو، غاښونو، سترګو، تغذیې او واکسیناسیون په برخو کې خدمات وړاندې کړي.

د راپور له مخې، روغتون به د وینې بانک، ایکسرې او الټراساونډ په څېر پرمختللي تجهیزات هم ولري او د معروف ولسوالۍ او شاوخوا سیمو د اوسېدونکو لومړنۍ روغتیايي اړتیاوې به پوره کړي.

د پولیو د له منځه وړلو پروګرام ویلي چې د افغانستان په بېلابېلو زونونو کې د نویو روغتیايي مرکزونو د جوړولو پلانونه هم تر کار لاندې دي، او د معروف ولسوالي روغتون د همدې پراخې طرحې یوه برخه ده.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب