Homeخبرونههند د ۲۰۲۶ کال د شل اوریز نړیوال جام اتلولي وګټله

هند د ۲۰۲۶ کال د شل اوریز نړیوال جام اتلولي وګټله

 تاند (یکشنبه د کب – حوت ۱۷مه) ‏ د ۲۰۲۶ کال د کرکټ شل اوریزو لوبو نړیوال جام سیالۍ پایلوبه د هند او نیوزیلند ترمنځ وشوه.

د هند لوبدلې، نیوزیلنډ لوبډلې ته په ماتې ورکولو سره دغه جام په خپل نوم کړ او اتلولي د دویم ځل لپاره په خپل نوم کړه.

پایلوبه نن په هند کې د نرېندرا مودي په کرکټ لوبغالي کې ترسره شوه چې زرګونه نندارچیان یې نندارې ته ورغلي وو.

د هند لوبډلې نیوزیلنډ ته په شلو اورونو کې د پنځو لوبغاړو په زیان د ۲۵۶ منډو هدف ورکړ، خو د نیوزیلنډ لوبډلې د خپلو ټولو لوبغاړو په سوځیدو سره ونه شو کولای ورکړل شوی هدف پوره کړي.

دغه لوبه د هند لوبډلې په ګټه پای ته ورسېده.

دغه سیالۍ د هند او سریلانکا په کوربه‌توپ پیل شوې وې او په څلورو ګروپونو کې د شلو هېوادونو لوبډلو په‌کې ګډون کړی وو.

د یادونې وړ ده، چې هند د ۲۰۲۴ کال د شل اوریزکرکټ نړیوال جام اتلولي هم ګټلې وه.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د پټي خزانې د مؤلف “محمدهوتک” مقبره د استاد محمدمعصوم هوتک په هڅو ورغول سوه

خبریال: غني حسن د پټي خزانې، د خلاصة‌الفصاحت او خلاصة‌الطب د مؤلف محمد هوتک مقبره، چي د زابل ولايت په سيوري ولسوالۍ کي واقع ده،...