شنبه, مې 4, 2024
Homeخبرونهپکتيکا پر یو نیم میلیون نفوس ۲ ښځينه ډاکټرانې لري

پکتيکا پر یو نیم میلیون نفوس ۲ ښځينه ډاکټرانې لري

تاند: ( پنج شنبه، د کب ۱۸ مه) ‏په پکتیکا ولایت کې چارواکي وايي، د ښځینه ډاکټرانو د کموالي له امله یې نارینه ډاکټران ګمارلي دي .

د دغه ولايت يو شمېر اوسېدونکي له لېرې پرتو ولسواليو روغتونونو ته راځي او پر چارواکو يې غږ کوي، چې د دوى ستونزې هوارې کړي.

ګل بي بي د خوشامند ولسوالۍ اوسېدونکې ده. هغه تر شپږ ساعته مزل وروسته روغتون ته راغلې او وايي، چې د روغتونونو د نشتوالي له امله ګڼې مېرمنې له سختو ستونزو سره مخ شوې دي.

ګل بي بي وویل، “هیڅ ډاکټر نشته، او موږ باید روغتون ته ډیر لیرې راشو.”

د پکتيکا يوه اوسېدونکي سرور خان وويل: “که ناروغ له لرې څخه راشي، نو ځينې وخت په لاره کې خپل ناروغان له لاسه ورکوي.”

د مرکزي روغتون يو شمېر ښځينه ډاکټرانې وايي، چې د ناروغانو د زیاتوالي له امله د ټولو ناروغانو درملنه نه شي کولای.

د اقرا په نامه یوې ډاکټرې وویل، “په ټول پکتیکا کې موږ یوازې دوه متخصص ډاکټران لرو چې په دې روغتون کې دي او موږ له ننګونو سره مخ یو.”

د مرکزي روغتون مشر، محمد یحیی یار وویل: “موږ د طبي توکيو کمښت هم لرو.”

د پکتیکا د عامې روغتیا رئیس حکمت الله حکمت وویل:«په پکتیکا ولایت کې یوازې دوه متخصصین لرو، په مرکزي روغتون کې د ښځینه ډاکټرانو بستونه خالي دي او هڅه کوو چې نارینه ډاکټران وګمارو.

د پکتیکا مرکزي روغتون په تېره یوه میاشت کې ۱۵۰ بسترونو ته لوړ شوی خو لا هم د ښځینه ډاکټرانو له کمښت سره مخ دی.

پکتیکا ولایت ۱.۵ میلیونه نفوس لري، خو یوازې درې روغتونونه او دوه ښځینه ډاکټرانې لري.

په دغه ولايت کې د نجونو د زده کړو کموالی او په دې اړه ناسم کولتوري برداشتونه له لویو ستونزو ګڼل کېږي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب