شنبه, مې 18, 2024
Homeخبرونهله ۸ ورځو راهيسې بدخشان کې درېیمه زلزله وشوه

له ۸ ورځو راهيسې بدخشان کې درېیمه زلزله وشوه

تاند: ( پنج شنبه، د کب ۱۸ مه) ‏یوه زلزله چې شدت یې د ریښتر په حساب ۴ اعشاریه ۷ درجې و، نن سهار وختي د افغانستان په بدخشان ولایت کې احساس شوه.

د هند د زلزله پېژندنې ملي اداره وايي چې د دې زلزلې مرکز د فیض اباد ښار د شمال ختیځ په ۲۸۵ کیلومترۍ کې تر مځکې ۱۰۷ کیلومتره لاندې و.

د دې ادارې پر اساس، دا په تېرو ۸ ورځو کې په دې سیمه کې درېیمه زلزله ده.

پرون هم په بدخشان ولایت کې د ریښتر په کچه ۴ اعشاریه ۲ درجې زلزله ثبت شوه.

د روان مارچ په دوهمه نېټه د افغانستان او تاجکستان په بدخشانونو کې د زلزلې ټکانونه احساس شوې وو.

تراوسه پورې د درې واړو زلزلو له کبله د سر و مال د تاوانونو په اړه راپور نه دی ورکړای شوی.

په ترکیه کې له خطرناکې او ويجاړوونکې زلزلې وروسته، د نړۍ په یو شمېر برخو او له هغې ډلې د افغانستان په شاوخوا کې هم د درنو زلزلو خبرداری ورکړل شوی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب