سه شنبه, جون 18, 2024
Homeخبرونهد امریکا دولتي راپور؛ افغانستان کې د څه باندې ۷ ميليارده ډالرو...

د امریکا دولتي راپور؛ افغانستان کې د څه باندې ۷ ميليارده ډالرو وسلې او تجهیزات پاتې شول

تاند: ( پنج شنبه، د کب ۱۸ مه) ‏د متحدو ایالتونو کانګریس ته یوې دولتې ادارې په یوه راپور کې ویلي چې امریکا په ۲۰۲۱ کې د ځواکونو له ایستلو وروسته په افغانستان کې د ۷ ملیارده او دوه سوه میلیون ډالرو په ارزښت وسلې پرې ایښي دي.

 له هغه راپور سره سم، چې په فبرورۍ کې د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا د ځانګړي سرمفتش دفتر خپور کړ، د امریکا دفاع وزارت د تېر کال په مارچ کې کانګریس ته ویلي و چې متحدو ایالتونو په افغانستان کې د ۷ میلیارده او ۲۰۰ میلیون ډالرو الوتکې، ماشینګڼې، پوځي ګاډي، مهمات، د شپې د عینکو په شان وسایل او د بایومیتریک الې پرې ایښي دي.

په دې راپور کې، چې سرلیک یې دی: «ولې د افغانستان امنیتي ځواکونه وپرزېدل» راغلي چې په افغانستان کې د ۷۸ پاتې شویو الوتکو ارزښت ۹۲۳ میلیونه او ۳۰۰ زره ډالره دی.

په دې راپور کې ویل شوي چې امریکا تر ۴۰ زره ډیر نقلیه وسایط او تر ۳ لکه ډیرې وسلې پرې ایښي دي.

طالبانو تر اوسه په افغانستان کې د پاتې وسلو او تجهيزاتو د ارزښت په اړه څه نه دي ويلي.

مخکې په ځينو امریکايي راپورونو کې ویل شوي وو، چې په افغانستان کې د دغه هېواد د شاوخوا ۸۰ ميليارده ډالرو وسلې او تجهیزات پاتې دي.

1 COMMENT

  1. ۷ میلیارده وسله یی پاتی ده خو ۱۰۰ میلیارده څخه یی ډیر زیان هم افغانستان ته رسولی دی چی دا به امریکا په کلونو کی هم جبران ونشی کړی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب