چهارشنبه, جون 26, 2024
Homeخبرونهيوناما: ط افغانستان ته د مرستو بهير خطر سره مخ کړی

يوناما: ط افغانستان ته د مرستو بهير خطر سره مخ کړی

تاند: ( پنج شنبه، د کب ۱۸ مه) ‏د افغانستان لپاره د ملګروملتو ځانګړې استازې او په کابل کې د يوناما دفتر مشره وايي، د طالبانو له لوري پر افغان ښځو بندیزونه ښايي افغانستان ته د مرستو د کمېدو سبب شي.

د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې، د افغانستان لپاره د ملګروملتو د سرمنشي ځانګړې استازې روزا اتونبایوا پرون (چهارشنبې) امنیت شورا ته وویل چې دوی په ۲۰۲۳ م کال کې د افغانستان لپاره د ۴ اعشاریه ۶ میلیارد ډالره مرستې غوښتنه کړې خو دا مرسته طالبانو د ښځو خلاف په خپلو اقداماتو له خطر سره مخامخ کړې ده.

طالبانو نجونې او ښځې له زده کړو او کاره منع کړي او حتا له محرم پرته یې له کوره د هغوی پر وتلو بندیز لګولی دی.

د دوی دا ډول اقدامات په نړۍ کې له سختو انتقادونو سره مخامخ شوي دي.

دا په داسې حال کې ده، چې طالبان نړیواله ټولنه افغانستان سره په اړيکو کې په پلمو جوړولو تورنوي، خو نړيوال د ښځو پر وړاندې د طالبانو د افراطي پریکړو په ګډون ګڼ موارد یادوي او طالبان ګرموي، چې نړۍ سره تعامل خرابوي.

افغانستان د طالبانو له واکمنيدو وروسته، یو بیساري بشري او اقتصادي ناورين سره مخ دی او ډېر خلک ېې د نړيوالو په بشري مرستو خپل نیم ژوانده اړتیاوې سمبالوي.

2 COMMENTS

  1. نړیوال صهیونیزم او امپریالیزم عجیب پلیدی لوبی پیل کړی دی.
    یو لنډ او عینی تمثیل:
    یو څو نااهلو مزدورانو د یو وړوکتون وړوکی او معصوم ماشومان یرغمل نیولی دی، د دولت! امنیتی ځواکونو ( ملل متحد او تړلی اداری ترټ و لغت ) د یرغملګرو سره د مبارزی! په پلمه اجازه نه ورکوی چی دی وړوکو ماشومانو ته د چیښلو اوبه او خواړه ورسیږی او ددی خائنانه کړنی توجیه او دلیل ئی دا دی چی مثلاً یرغمل کوونکی او ګروګانګیران ( طالبان ) مجرمین دی.
    دا د شیطان زامن ( د لوی کلی مَلَکان ) خپله د ۳ جرمونو مرتکبین دی:
    ۱ – ستر ستر دروغونه او د سالم بشریت په سترګو کی د خاورو شیندل.
    ۲ – د ” ګروګانګیرانو یعنی طالبانو سره پټه یارانه.
    ۳ – په واهی پلمو د ۳۰ میلونو مسلمانو پرګنو خاموش قتل ( د لوږی او ناروغی او افسون خپریده ) .

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب