یکشنبه, سپتمبر 29, 2024
Homeخبرونهد بلخ لپاره د ط والي په خپل دفتر کې ووژل شو

د بلخ لپاره د ط والي په خپل دفتر کې ووژل شو

تاند:( پنج شنبه، د کب ۱۸) د بلخ ولایت لپاره د طالبانو د رژیم والي مولوي محمد داود مزمل نن د دغه ولایت د اداري غونډې پر مهال په خپل دفتر کې وژل شوی.

د بلخ د امنیه قوماندانۍ ویاند اصف وزیري وویل، چې د یادې غونډې پر مهال چاودنه شوې او نوموړی پکې وژل شوی.

نوموړي د مرګ ژوبلې د کره شمېر په اړه څه ونه ويل، خو ځينې سرچينې وايي، چې په دې چاودنه کې درې تنه وژل شوي او لږ تر لږه پنځه تنه ټپيان دي.

تر اوسه کوم کس یا ډلې د دغه برید پړه پر غاړه نه ده اخیستې.

مولوي داود مزمل، چې د هلمند ولایت اوسیدونکی او د طالبانو د نا لیدل شوي مشر ملا هبت الله اخندزاده له نیږدې کسانو څخه و، د دوی له بیا واکمنیدو وروسته څه موده د ننګرهار لپاره د طالبانو والي، بیا د کورنیو چارو وزارت لومړی مرستیال او اوس مهال د بلخ والي و.

1 COMMENT

  1. اوس شروع شوه دا ملا غیبت چې معلوم نده کوم ځناور ده اوس دې مخ دیوال ته کړې او کونه دې ملت ته چې په خوندې پوه شې
    اې ملا هیبته دې ملت راځې ستانه نفرته
    کونه کړه دیوال ته مخ دې کړه ملت ته
    کنه جوړ به شې دغه وطن ستاته دوزغه
    اې بی همت ملا هیبته مړ بشې تنها او بی ملته

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب