شنبه, جولای 27, 2024
Homeخبرونهد اروپایي پارلمان غړې: که بندیزونو اصلاح نه کړل، د ط مالي...

د اروپایي پارلمان غړې: که بندیزونو اصلاح نه کړل، د ط مالي سرچینې وچوو

تاند:( پنج شنبه، د کب ۱۸) د اروپا په پارلمان کې د سویډن استاې “ابیر سهلاني” ویلي، که په افغانستان کې د طالبانو د واکمن رژیم خلاف اوسني بندیزونه اغېزمن نه وي، اروپايي ټولنه به د دوی د مالي سرچینو د وچولو په خاطر پر کابل نور اقتصادي بندیزونه ولګوي.

سهلاني وویل: « موږ باید د دغه رژیم نور غړي د بندیزونو په لیست کې واچوو. موږ پوهیږو چې دوی مالي سرچینې لري چې د هیواد دننه او بهر تیریږي. موږ باید د دوی مالي چینلونه په نښه کړو. موږ اړتیا لرو چې داسې قوانین تصویب کړو چې د اروپايي اتحادیې هیوادونو ته اجازه ورکړي چې د طالبانو مالي شتمنۍ کنګل کړي.»

د اروپا د پارلمان دغې غړې همداراز ویلي، چې د افغانستان په پخواني حکومت کې مالي او اداري فساد خورا پراخ و او ټینګار یې وکړ، چې د وسله والو طالبانو پر وړاندې داسې قوتونه باید ملاتړ شي، چې په فساد ککړ نه وي.

هغې پر دې په ټینګار سره چې له فساد سره له مبارزې او له ننګونو سره له صادقانه چلند پرته د طالبانو بدیل رامنځته کول ناشوني دي، د طالبانو پر ضد د ځواکونو د یووالي غوښتنه وکړه.

 اروپایي ټولنې څو ورځې مخکې د طالبانو د رژیم د لوړو زده کړو او امر بالمعروف وزیران، چې له تر ټولو افراطي ملایانو څخه دي، تحریم کړل، خو د طالبانو سرچینو دا بندیزونه پر دوی بې اغېزې وګڼل.

3 COMMENTS

  1. نړیوال چتایتکاران دبشری حقوقو په نامه نور بشری حقوق ضایع کوی. ددوی دقتل او لوږی ډیرولو ریکارد غټ دی.

  2. اروپایي پارلمان غړې تر اوسه د افغانستان په باره کی هیڅ معلومات نلری، دوی فکر کوی چه د امریکا او روسی په شان به د افغانستان په لوړ پوړو چارواکو هم د شتمنیو د کنګل بندیز ولګوو.
    حال داچه د امریکا او روسی میلیارد دران په ریښتیا میلیاردران دی، خو زه حیران دیی ته یم چه د افغانستان د امر بالمعروف وزیر به په ریښتیا د شتمنیو د کنګل بودیجه ولری؟ او همدغه وزیر ته ووایه چه ویزه واخله، ځه لاړ شه د سیاحت لپاره اروپا او امریکا ته سفر وکړه. آیا دغه وزیر به زړه ښه کړی چه دغو ملکو ته سفر وکړی؟

    ما هغه بله ورځ په تاند کی ولوستل (تاند:( سې شنبه، د کب ۱۶) اروپايي ټولنې د طالبانو د رژیم د لوړو زده کړو پر وزیر شېخ ندا محمد ندیم او د امر بالمعروف او نهی عن المنکر پر وزیر شېخ محمد خالد حنفي بندیزونه ولګول.
    د دغو بندیزونو له مخې، دوی ته د ویزې ورکړه منع شوې شتمنۍ یې کنګل کېږي.
    د خدای لپاره که د افغانستان د کورنیو چارو وزیر یاد کړی بیا هم یوه خبره مګر د د امر بالمعروف وزیر او دا بل وزیر د منطق څخه اوږده فاصله لری.

    بیا یوه ورور ورته په خپله تبصره کی لیکلی وه. البته د محترم ورور زبیر خان په اجازه: Zubair مارچ 8, 2023 At 1:05 am
    (نو دا خو نه یوه د خدای روفي لري نه بل ملک ته زي نو بندیز به کمه فایده وکړي.)
    څمونږ ښاغلی زبیر خان ورور د اروپا د پارلمان څخه څو چنده ښه پوهیږی. د دغه ورور دغی ښکلی تبصره ماته ډیره معقوله وه او ده.

    • بندیز یې هغه وخت فایده کوي چي د طالبانو پیسې په بینکو کي وای زه ټول اروپا امریکا جمعه ټول نړی ته چیلنج ورکوم چي د طالبانو د مخکینی مشر ملاعمر یا د اوسنی مشر ملاهیبت الله په نامه دی صرف یو بانکی حساب ثابت کړی.
      هغه د خدای غریبان په خپل ملک کی پټ ګرځی دی اوس د تګ بندیز پر لګوی
      مشکل موږ عام اولس ته دی که پر ملک کم بندیز ولګیږی تاوان بی موږ پریکوو طالب که یی حکومت وو خپل ځان چلوی کنه وو ځی هغه په سړه ډوډی اموخته دی

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب