فورموليستان هره ادبي پنځونه د ګيسټالټ ارواپوهې غوندې يو کل بولي چې له بېلابېلو اجزاوو(کلمو) جوړ وي. په فورموليستي کره کتنه کې د ادبي پنځونو د ارزونې لپاره هر جز شنل کېږي، خو د يوه خپلواک يا بېل شي په توګه نه، بلکې د دغه کل يا شعر ونثر د يوه جز په توګه، چې دې جز په دې کل کې کوم نقش لوبولى او څومره يې ښکلى يا هنري کړى دى. جلان وايي:
وجود مې ځکه ګوړې او شکرې ګرځولې
د يار سترګې په ګوړو او شکرو پسې مړې دي
په فورموليستي کره کتنه کې دا ټول بيت د يوه وحدت يا کل حيثيت لري، نو هنري ښکلا يې په همدغه کلي اډانه کې ده، چې د راسپړلو لپاره يې د هر جز تحليل پکار دى. دلته وجود او د ګوړو او شکرو ګرځول او ورپسې مړه کېدل له بيته بهره په يواځې په ځان دغه هنري مانا نه لري.
يا لکه ابراهيم حسنزى چې وايي:
د زړه وزيرستان مې توغنديو باندې ولي
نظر دې بې پيلوټه الوتکه ده جانانه
د دې شعر ښکلا د (زړه، وزيرستان، توغنديو، ويشتل، نظر، بې پيلوټه الوتکې، جانان) له وحدته ده.
داسې هم ويلى شو چې فورموليستان وايي چې يوه تشبيه په يوه بيت يا جمله کې له خپلې مشبه، مشبه به، ارکانو او شريکې وجهې او نورو کلمو سره د تړاو له مخې ښکلا رامنځته کوي او بايد د کل د جز په توګه له نورو توکو سره په ارتباط کې وځيرل شي. خو دلته خبره د متناسب ارتباط يا تناسب يا نظم ده. فورموليستان د فلسفيانو غوندې د يوې ادبي پنځونې هنري ښکلا د کل د اجزاوو په تناسب کې ويني او انسان که په نورو شيانو کې د اجزاوو له تناسبه پيدا شوې ښکلا نه خوند اخلي، نو دلته په يوه شعر يا نثر کې هم د اجزاوو تناسب(ښکلا) خوند ورکوي. له دې سره د کل ارزښت نور هم ډېرېږي. په يوه شعر يا هنري نثر کې چې د اجزاوو ترمنځ تناسب يا هنري منطق نه وي، ګډوډې دي. دروېش وايي:
د جهان ښکلي کهکشان غوندې په ډله راځي
زما جانان خوى د سپوږمۍ لري، تنها به راځي
دلته د يار او سپوږمۍ ترمنځ تناسب پيدا شوى، ګنې که يار دې له مېز سره تشبيه کړ، دنيا به په ځان پورې وخندوې، ځکه ترمنځ يې تناسب نشته يا نه دى تراشل شوى.
خو فورموليستان خو د عادي خبرې غير عادي کولو ته ادب وايي، خو غير عادي کول د تناسب مخه نه نيسي، بلکې په دغه غير عادي کولو کې هم نظم يا تناسب يا منطق وي، لکه ارسطو چې د تراژيدۍ د کرکټر په اړه وايي، چې په بې ثباتۍ کې هم بايد ثبات يا نظم وي. رحمان بابا وايي:
د ريا خرقه يې خداى مه کړه په غاړه
رحمان کوږ دستار تړلى قلندر دى
موږ له خرقې نه د ريا او له دستاره، له کاږه دستاره خو بېخي د قلندرۍ تمه نه لرو. رحمان بابا دا عادي موضوع غير عادي کړې ده، خو ترمنځ منطق پکې شته دى.
د فورموليستانو غير عادي کول د جملې د ګرامري ترتيب له ماتولو نېولې، د شعر تر موزونولو، ادبي صنعتونو تر کارولو او موضوعاتو پورې ټول رانغاړي.
په شعر کې عادي ګرامر غير عادي کېږي، عادي نثري خبرې غير عادي يعنې موزونې کېږي او همداسې په صنعتونو کې هم ده. په تشبيه، سمبولونو، استعاره،کنايه او تضاد، مبالغه او نورو کې داسې شيان سره راټولېږي چې په عادي ژوند کې سره تړاو نه لري.
د فورموليستانو دا څو خبرې دومره ژورې دي، چې تراوسه يې خلک له طلسمه نه دي وتي.