پنجشنبه, مې 16, 2024
Homeخبرونهولسمشر غني د طالبانو په وړاندې د افغان ځواکونو پر وړتیا ډاد...

ولسمشر غني د طالبانو په وړاندې د افغان ځواکونو پر وړتیا ډاد څرګند کړ

تاند(شنبه، د سرطان ۵) د افغانستان ولسمشر محمداشرف غني، چې د یوه پلاوي په مشرۍ واشنګټن ته تللی دی،  (د امریکا په وخت جمعه، د جون ۲۵) مخکې تر دې چې له ولسمشر بایدن سره په سپینه ماڼۍ کې وویني دا اټکلونه په کلکه رد کړل چې حکومت به یې له افغانستانه د امریکايي پوځیانو له وتلو وروسته وپرزي.

د واشنګټن ټایمز د راپور له مخې، ښاغلی غني او ورسره ملګري پلاوي، په داسې حال کې چې ډاډه ښکارېده چې په پنتاګون یا د امریکا په دفاع وزارت کې د امریکا له دفاع وزیر لویډ اسټن سره ولیدل.

ده د امریکا د استخباراتو پر هغه اټکلي راپور وخندل چې ممکن په سپټمبر کې له افغانستانه د امریکايي پوځیانو له وتلو ۶ میاشتې وروسته طالبان حتي کابل ونیسي.

دا اټکل وروسته له دې وشو چې طالبانو په پرله پسې ډول ګڼې ولسوالۍ ونیولې.

ولسمشر غني خبریالانو ته وویل، داسې ډېرې وړاندوینې شوي خو ټولې غلطې ثابتې شوې دي.

د امریکا دفاع وزیر ښاغلي اسټن وویل امریکا به د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو مالي ملاتړ ته دوام ورکړي او له دې سره سره به، چې ولسمشر بایډن د افغانستان د شل کلنې جګړې د پای ته رسولو اعلان کړی دی، له طالبانو سره د افغانستان د حکومت د واک شریکولو هلې ځلې جاري وساتي.

ده دا هم وویل «د امریکا متحد ایالتونه د افغانستان د ملي امنیتي او دفاعي ځواکونو د امنیتي ملاتړ دوام ته ژمن دي. زه ډاډه یم په داسې حال کې چې د غوڅ ملاتړ ماموریت پای ته رسېږي، موږ به له افغانستان او افغان ځواکونو سره د اړیکو نوي پړاو ته داخل شوو.»

ټاکل شوې ده چې ولسمشر غني او ورسره ملګری پلاوی په څو ساعتونو کې د امریکا له ولسمشر جو بایډن سره وویني.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب