سړی معمولاً د راډیوګانو له ویاندانو سره عاطفي رابطه پیدا کوي. اکثراً په راډیو ګانو کې داسې کسان مقررېږي چې ښکلي او اغېزناک غږونه لري. سړی چې د یوه ویاند آواز بار بار اوري نو یو احساس ورته پیدا کېږي، د آواز له څښتن سره لکه انډیوالي چې ولري. بیا سړی په ذهن کې د نالیدلي ویاند یو خیالي تصویر جوړوي او ګومان کوي چې هغه به داسې څېره ولري. ممکن دغه خیالي تصویر یو چا ته ورته وي. دغه کس به مو یو وخت لیدلی وي خو ډېر کله مو نه یادېږي چې لیدلی به مو وي. ښايي د هغه آواز د ویاند له آواز سره ورته وي. بیا چې هر کله د هماغه ویاند غږ اورو، د هغه خیالي تصویر مو سترګو ته درېږي.
زما تجربه دا ده چې که یو وخت سړی ویاند له نژدې وګوري يا يې په تلویزیون کې وویني نو په اکثرو حالاتو کې د ویاند اصلي څېره او هغه خیالي څېره چې مو په ذهن کې جوړه کړي وي، ډېر سره توپیر لري. دغه توپیر ممکن په هغه عاطفي رابطې باندې اثر وکړي چې موږ په لاشعوري توګه له ویاند سره پیدا کړې وه. ښايي دغه رابطه د پخوا په شان پاتې نه شي، یو څه کمزوری به شي.
خو که د چا غږ مو د هغه له څېرې سره هم مهاله اورېدلی او لیدلې وي که ورسره د مینې او دوستۍ احساس پیدا کړو نو په خپل حال به پاتې شي.
زموږ د تاریخ او ادبیاتو د نامتو مشرانو عکسونه نه وو، استاد برښنا د اکثرو تېرو مشرانو تصویرونه له خپل خیاله وایستل. اوس چې د خوشحال بابا شعر لولو، د ده هماغه تصویر مو سترګو ته درېږي چې ده ته منسوب دی خو په اصل کې خیالي تصویر دی. اوس د احمدشاه بابا، میرویس نیکه، رحمان بابا، مولانا جلال الدین بلخي، ابن سینا او نورو تصویرونه راته بدیهي ښکاري، ګومان کوو دوی په رښتیا همداسې څېرې لرلې. که فرضاً یو څوک د دوی اصلي انځورونه پیدا کړي او وګورو چې بیخي بل ډول وو نو هغه احساس چې اوس یې د دوی په اړه په زړه کې لرو، هغه به بدل شي.
په تاریخ کې ګڼ دیکتاتور واکمنان تېر شوي دي. د دیکتاتورانو د اروايي ځانګړنو په اړه ویل کېږي چې دوی ډېر ځانغوښتونکي وي، دوی په ځان مین خلک وي. په ځان مین خلک له خپلې څېرې سره هم زیاته مینه لري. په دیکتاتوري نظامونو کې د حکومت د مشر عکس په هر دولتي دفتر کې ځړېدلی وي. صدام حسین، معمرالقذافي، لینین او ګڼو نورو خپلې پژې یا مجسمې جوړې کړې وي. دوی غوښتل په دې توګه هر چېرې، په هر ځای کې او د تل لپاره واوسي. په بانک نوټونو او سیکو باندې د شاهانو د تصویر چاپول به هم همدا وجه لري. دوی غواړي تر مرګ وروسته هم په ژوندیو باندې حکومت وکړي.
د دوی بر خلاف ځینې نور دیکتاتوران دي چې موږ یې د څېرې په اړه هېڅ تصور نه لرو. چنګېز چې ډېر ملکونه یې فتح کړي وو چا ته یې اجازه ورنه کړه چې د ده مجسمه جوړه کړي یا یې تصویر وکاږي. ممکن خلک ګومان وکړي چې دی به ځانغوښتونکی نه و ځکه خو یې نه غوښتل تصویرونه یې پاتې شي.
کله چې موږ د یو چا د څېرې په اړه په ذهن کې یو تصور ولرو نو د هغه په اړه به یو احساس هم ولرو. دغه احساس ممکن د مینې احساس وي یا د کرکې. خو یو شی حتمی دی، موږ به هغه ته د یوه بشر په سترګه ګورو، د یوه انسان په اندازه به ورته اهمیت ورکوو او د هغه هر څه به د نورو انسانانو په شان راته محدود ښکاره شي مګر که د چا نوم او کارنامې مو اورېدلي وي خو د هغه د څېرې په باب هېڅ تصور ونه لرو، ممکن راته تر انسان پورته موجود ښکاره شي. ښايي همدا وجه به وي چې ځینو لویو دیکتاتورانو له ځانه هېڅ تصویر نه دی پرې ايښی.